د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

یوناما: د افغان جګړې پر ښکېلو خواوو دې فشارونه دوام وموي څو تاوتریخوالی کم کړي


په غور کې ماین چاودنه. 15 دسمبر 2020
په غور کې ماین چاودنه. 15 دسمبر 2020

​د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې وايي، دا هیله منه ده چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد خبرې به په ټاکلې نېټه بیا پیل شي او د اورکم په اړه بحثونه به یې په لومړیتوب کې وي.

ډیبرالاینز پرون پنجشنبې د لیندۍ په ۲۷مه د افغانستان ّپه اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا په آنلاین غونډه کې په افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: "له بده مرغه تاوتریخوالی د سولې پر وړاندې د خنډ او سیمې ته د جدي ګواښ په توګه پرځای پاتې دی. له ټولو هېوادونو غواړم چې د جګړې پر ښکېلو خواوو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، څو تاوتریخوالی راکم کړي او تمه مې دا ده چې دا به د سولې د خبرو له بیا پیل سره یو مهم لومړیتوب وي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرالاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرالاینز

مېرمن لاینز همدا راز په تېرو دوو میاشتو یعنې اکتوبر او نوومبر کې د ماینونو او بمونو په چاودنو کې د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ماشومانو مرګ ژوبله په سلو کې ۲۵ زیاته شوې ده.

د هغې په وینا د تېر کال د همدې مودې پرتله د حکومت ضد وسله والو له خوا هدفي وژنې په سلو کې ۴۰ زیاتې شوي دي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان سفیرې او دایمي استازې عادلې راز هم د امنیت شورا په غونډه کې په هېواد کې د اورکم غوښتنه وکړه.

اورکم یا د تاوتریخوالي کمېدل هغه موضوع ده چې د متحدایالاتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د طالبانو مشرانو هم اوس اوس بحث پرې کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیره او دایمي استازې عادله راز
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیره او دایمي استازې عادله راز

د راپورونو له مخې مارک میلي د سې شنبې په ورځ شااوخوا دوه ساعته د طالبانو له استازو سره په دوحه کې کېناست او له بحثونو وروسته کابل ته روان شو،څو له ولسمشر اشرف غني سره د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړي.

کابل او دوحې ته د ښاغلي مېلي د سفر په اړه راپور پرون پنجشنبې ورکړل شو.

اسوشیټېد پرېس خبري آژانس د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، له افغان حکومت او طالبانو سره د ده د بحثونو تر ټولو مهمه برخه د سمدستي اورکم پر اړتیا متمرکزه وه.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي
د امریکا لوی درستیز مارک میلي

د سېپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پیل سره سره په هېواد کې تشدد لاهم روان دی.

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو له نژدې درېیو میاشتو بحثونو وروسته د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د سولې د بین الافغاني خبرو د طرزالعمل پر څرنګوالي موافقه وکړه او وروسته یې د خبرو د اجنډا په اړه بحث پیل کړ.

دواړو لورو په روانه اوونۍ کې یوه وقفه اعلان کړه او تمه ده چې د دې خبرو لړۍ به د ۲۰۲۱ کال د جنوري په پنځمه نېټه بیا پیل شي.

XS
SM
MD
LG