د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

"ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب ته مشخص اقدامات وکړي"


ارشیف، افغان خبریالان
ارشیف، افغان خبریالان

د بې پولې خبریالانو ټولنې په غزني کې په یوه هدفي برید کې د افغان خبریال رحمت الله نېکزاد وژنه غندلې او له ملګروملتونو یې غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو د کار کوونکو د خوندیتوب لپاره مشخص اقدمات وکړي.

د خبریالانو د ملاتړ دې ټولنې د سې شنبې په ورځ په خپله وېبپاڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې دا په شپږو اونیو کې درېیم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه لیکي:

رحمت الله نېکزاد چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د اسوشیټېډ پرېس او الجزیره په ګډون له نړیوالو رسنیو سره کارکاوه، د دوشنبې په ورځ په غزني کې خپل کورسره نژدې په ډزو ووژل شو.

د راپورونو له مخې ناپیژنده وسله والو د یوې بې غږه تومانچې څخه په استفادې نوموړی درې مرمۍ پرسر ویشتی دی. پنځوس کلن نېکزاد د شپږو ماشومانو پلار و.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د ایران او افغانستان د برخې مشر رضا معیني وایي، دغه زړه بوږنونکې وژنه باید بې سزا پاتې نه شي او زیاتوې د دې پېښې په اړه باید جدي او شفافه څیړنه وشي او عاملانو ته یې باید سزا ورکړل شي.

نوموړی وایي، افغان چارواکي باید ژر اقدام وکړي او ملګري ملتونه هم باید داسې مشخص اقدامات وکړي چې د خبریالانو پر وړاندې د دغه زیات شوي تاوتریخوالي مخه ونیسي او هغوی خوندي کړي.

د بې پولې خبریالانو په لیکنه، د ډسمبر په لسمه د انعکاس ټلوېزیون ویانده او خبریاله ملاله میوند د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې په یوه وسله وال برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخېستی ووژل شوه او له هغې مخکې د نومبر په دولسمه د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په یوه هدفي موټر بم چاودنه کې ووژل شو چې تر نننه یې چا مسولیت نه دی اخېستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رحمت الله نېکزاد تر وژل کېدو سمدستي وروسته دا پیښه وغندله او ویې ویل چې دې ډلې له نوموړي سره ښه اړیکې لرلې، خو د الیاس داعي د وژنې په اړه یې نه یوازې دا چې هغه سمدستي نه وه غندلې بلکې په کې یې خپل لاس لرل نه رد او نه هم تایید کړي و او یوازې دومره یې ویلي وچې په دې اړه څېړنه کوي.

د طالبانو د دې څېړنې هم تراوسه څرک نه لګېږي، خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې شااوخوا دوه اونۍ مخکې اعلان کړه چې د الیاس داعي د قتل په پېښه کې د لاس لرلو په تور یې د طالبانو یو غړی نیولی چې په خپل جرم یې هم اعتراف کړی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم په خپل نوي راپور کې افغانستان روان کال د خبریالانو لپاره یود نړۍ تر ټولو وژونکی هېواد بللی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغې نیویارک مېشتې ټولنې ویلي چې سږ۲۰۲۰ کال چې لا پای ته نه دی رسیدلی، په نړۍ کې لږ تر لږه ۳۰ خبریالان د دندې پر مهال وژل شوي دي.

په دوی کې ۲۱ خبریالان په هدفي بریدونو یا په قصدي توګه وژل شوي چې دا د تېر کال په نسبت څه باندې دوه چنده زیاتوالی ښیي.

د دې ټولنې له خوا په دغه نوي راپور کې چې پرون سې شنبې یې خپور کړی، افغانستان او مکسیکو هغه هېوادونه بلل شوي چې تر ټولو زیات خبریالان په کې وژل شوي دي.

د افغانستان څلور خبریالان د دې ټولنې په فهرست کې دي چې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون د درېیو د وژلو انګېزه قتل یا عمدي وژنې بلل شوې.

په غزني کې افغان خبریال رحمت الله نېکزاد چې د دوشنبې په ورځ ووژل شو، نوم یې په دغه فهرست کې نه دی شامل.

XS
SM
MD
LG