د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

امرالله صالح: طالبان ګډ سوله‌ییز ژوند نه‌غواړي او پر نوي افغانستان هم باور نه‌لري


د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سولې په مسئله کې یو ځل بیا پر طالبانو نیوکه کړې.

امرالله صالح د یکشنبې ورځې «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۷» د سهار د شپږ نیمو بجو د غونډې په راپور کې، پر طالبانو تور لګولی چې له افغانانو سره ګډ سوله‌ییز ژوند نه‌غواړي او پر نوي افغانستان هم باور نه‌لري، هغه څه چې طالبان‌یې بیا د سولې ضد تبلیغات بولي.

ښاغلي صالح طالبان تورن کړي چې د دوحې له تړون وروسته‌یې کاذب غرور پیدا کړی او غلطه لار یې ټاکلې ده.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې طالبان په خپلې غلطۍ پوه کړي.

ښایي دا د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو ته یو امر وي چې طالبان وځپي.

دا څرګندونې په کابل کې د وروستیو نا امنیو، هدفي وژنو او په ولایتونو کې د جګړې له زور اخیستو وروسته کېږي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر رئیس رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له‌خوا په یوه وخت کې سولې ته ژمنتیا ښودل او بل‌خوا ته د جګړې شدت، هدفي وژنې او بمي چاودنې کول سره ټکر دي.

ښاغلی مراد زیاتوي: "د طالب فکر لا هم هماغه پخوانی فکر دی، لا هم دوی پر هغو مسایلو فکر کوي، که هغه د بیان ازادي ده، که د ښځو حقوق دي او که هغه د افغانستان د بنسټونو له‌منځه وړل دي، څو یوه مکمله انارشي او ګډوډي جوړه شي او د دوی د بادرانو ستراتېژي یې عملي شي."

رضوان مراد
رضوان مراد

طالبان بیا له ازادي راډیو سره خبرو کې، وروستۍ هدفې وژنې او بمي چادونې د حکومت کار بللی او په دې پېښو کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال داسې مهال پر طالبانو سختې نیوکې کوي چې پرون د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په ټاکل شوې نېټه د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان دولت او طالبانو پلاوي د مرغومې په ۱۵مه د سولې بیا ځلي خبرې پیلوي.

که څه هم د ولسمشر لومړی مرستیال د اوسني بحران د پای لپاره د سولې خبرې مهمې بولي، خو زیاتوي د بحران د حل لار یوازې له دوحې یا قطر څخه نه‌تېرېږي.

طالبان بیا د امرالله صالح دا ډول څرګندونې د سولې ضد تبلیغات بولي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي "دا ډول بې‌اساسه څرګندونې په ردولو نه‌ارزي. د افغانستان اسلامي امارت له پیله خپل موقف څرګند کړی چې هغه څه د ستونزې هوارول دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکره کوونکو پلاوو د سولې خبرو د بیا پیل لپاره چمتووالی ښودلی دی.

افغان پلاوي او طالبانو دواړه ازادي راډیو ته ویلي، هیله‌مند دي چې په دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرې چې د دې خبرو اصلي منځ‌پانګه جوړوي، د جنوري په پنځمه نېټه پیل شي.

XS
SM
MD
LG