د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د دولت او طالبانو د سولې پیلېدونکې خبرې؛ د ځای په اړه مخالفتونه په خپل ځای دي


ارشیف، دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
ارشیف، دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي ټیم یو غړی وایي، د بین‌الافغاني خبرو د ځای په اړه باید د دواړه خواوو رضایت په پام کې ونیول شي.

د ده په باور، که هره خوا د ځان په خوښه یو ځای ټاکي او یا یې وړاندیز کوي، ممکن د خبرو د ځنډ لامل شي.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو له هوکړې سره سم ټاکل شوې ۱۰ ورځې وروسته د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو پيل شي، خو د خبرو د ځای په اړه لا مخالفتونه په خپل ځای دي.

غلام فاروق مجروح ازادي راډیو ته وویل، که خبرو ته هر ځای ټاکل کېږي او یا هم د وړاندیز تر کچې یادېږي، باید د طالبانو رضایت هم په‌کې وي.

ښاغلی مجروح وايي، دوی د خبرو دوهم پړاو ته چمتو دي او ټینګار کوي چې باید په خپل وخت پېل شي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت د خبرو دوام ته ژمن دی او پرېکنده دریځ لري، موږ د خبرو دوام ته بشپړ چمتووالی لرو، د سولې خبرې به ان‌شاالله په ټاکل شوې نېټه بېرته پيل شي، د ټولو افغانانو او سیاستوالو اراده همدا ده چې خبرې باید دوام وکړي، خبرې دوه لوري لري، نو دا باید الزامي وي چې د ځای په اړه‌یې دواړه لوري رضایت ولري."

د بین‌الافغاني خبرو لومړی پړاو چې د سپټمبر په ۱۲مه دوحه کې پيل شوی و، له درېیو میاشتو بحثونو او ناندریو وروسته په‌کې شاوخوا ۲۰ ورځنۍ وقفه راغله.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

دواړو لورو د وقفې د اعلان پر مهال وویل چې د خبرو تګلارې پر سر هوکړې ته رسېدلي او له خپلو مشرانو سره تر مشورو وروسته د جنورۍ په ۵مه، یعنې د راتلونکې اوونۍ په سې شنبې دوهم پړاو خبرې پیلوي.

پرون شنبه د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه په دوهمه غونډه کې هم ټینګار دا و چې خبرې باید په ټاکلې نېټه پیل او د ځای انتخاب‌یې د ځنډ لامل نه‌شي.

دا ټینګار داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار یې طالبانو ته وړاندیز وکړ چې دوهم پړاو خبرې باید په افغانستان کې دننه پیل کړي.

دې چارواکو کندهار د لومړي غوراوي په توګه یاد کړ او بیا یې وویل، که طالبان د هېواد هره سیمه کې غواړي، دوی چمتووالی ورته نیسي او اسانتیاوې ورته برابروي.

طالبانو بیا وویل، د هېواد دننه وضعیت دې ته چمتو نه‌دی چې دوی خپل سیاسي مشران هلته ولېږي او خبرې مخته بوځي.

د یادونې وړ ده چې پر قطر سربېره اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو د بین‌الافغاني خبرو د کوربه‌توب ژمنه کړې.

د سولې خبرو د څرنګوالي او ځای ځایږي بحثونه داسې مهال تاوده دي چې له جګړې ستړي افغانان او د افغانستان په مسئله کې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي زیاتېدو په تنګ کړي او د سم‌لاسي اوربند غوښتنه کوي.

خو معلومه نه‌ده چې دغې غوښتنې ته به څه وخت دواړه غاړې ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG