د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

سرور دانش: دښمنان د هدفي وژنو په طرحې غواړي د مذاکراتو مېز کې امتیاز واخلي


د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن د پنجشنبې (د مرغومي ۴مه) په ورځ په دغه هېواد کې د بشري حقونو د مدافعینو په ملي لومړني کنفرانس کې په دغه هېواد کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې وویل چې "د افغانستان دښمنانو" د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ زړه، د بیان ازادي، د قانون حاکمیت، انتخابات او بشري حقونه هدف ګرځولي دي.

‎ښاغلي دانش زیاته کړه: "د دښمن اصلي موخه دا ده چې لومړی د خلکو تر منځ د وحشت او نهیلۍ موج خلق کړي او په دویم پړاو کې زموږ د ټولو خلکو او دولت تر منځ تفرقه او واټن رامنځته کړي او موږ د یو بل پر وړاندې ودروي، درېیم دا چې د مذاکراتو په مېز کې امتیاز تر لاسه کړي او یا د سولې پروسه له ټپه درېدلي حالت سره مخ کړي."

‎سره له دې چې ښاغلي دانش د کومې ځانګړې‌‌‌‌‌‌ډلې نوم وانه خېست، خو دا مهال د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي چې د دغه بهیر په اصلي اجن‌‌‌‌‌‌ډا بحثونه به تر راتلونکو لسو ورځو بېرته پیل شي.

‎د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار وکړ چې دولت د باور فضا د رامنځته کولو لپاره د طالبانو له زرګونو بندیانو خوشې کولو سره خپل حسن نیت ثابت کړی او هیله مند دی چې طالبان د "ټیټې کچې" په شعارونو ورکولو سره د سولې د بهیر د پرمختګ مخه ونه نیسي او د دویم پړاو مذاکراتو په پیل کې هم اجن‌‌‌‌‌‌ډا باندې توافق وشي او هم په لومړني فرصت کې عمومي اوربند پلی شي.

‎ښاغی دانش وایي چې طالبان په هره موضوع کې د اسلامي وروستاړي د ورکولو غوښتونکي دي، په داسې حال کې چې په خبره یې د افغانستان ټول قوانین او بشري حقوق له اسلام سره هېڅ په ټکر کې نه دي.

‎بل خوا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملګرو ملتونو په مو‌‌‌‌‌‌ډل ناسته کې په کابل کې وویل چې د خلکو له اوري د زعامت تعیینول د سولې د راتلونکي احتمالي توافق کې د دولت طلايي کرښه ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح

دی وايي: "زعامت باید ولس وټاکي، نه د کویټې شورا، پېښور شورا، اهل او عقد شورا، پلانۍ شورا، قومي شورا، د مصلیحینو شورا یا د مخیرینو شورا: زعامت باید د ولس فرد فرد کس وټاکي، په دغو ټولو کرښو ولاړ یو."

‎ښاغلی صالح ټينګار کوي چې مرګ او زندۍ کول له هغه غوره ده چې د خلکو د رایو حق د سولې معاملې په نوم واخېستل شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې بین الافغاني مذاکرات د سېپټمبر په۱۲مه په رسمي ‌‌‌‌‌‌ډول د قطر پهپلازمېنه دوحه کې پیل شول د دواړو لورو مرکچي پلاوو له دوه میاشتنیو لانجمنو خبرو وروسته د مذاکراتو په کړنلارې سره توافق ته ورسېدل.

‎دواړو لورو مرکچي پلاوو د تېرې اوونې په لومړیو کې د یوې ګ‌‌‌‌‌‌ډې اعلامیې په خپرولو د جنور تر پنځمې (د مرغومي ۱۶مه) د مذاکراتو د توقف اعلان وکړ.

‎د مذاکراتو د توقف لامل "د سولې د مذاکراتو پر اجن‌‌‌‌‌‌ډالا بحث کول" ویل شوي دي.

XS
SM
MD
LG