د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

کابل کې د هدفي وژنو تر شا څوک لاس لري؟


ارشیف
ارشیف

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د هدفي وژنو زیاتوالي ډېر خلک، په تېره د بیان د ازادۍ او د مدني ټولنې مدافعان ډېر اندېښمن کړي دي.

د دغو هدفي وژنو وروستۍ یوه بېلګه‌یې پرون چهارشنبه په کابل کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا د اجرائیوي رئیس یوسف رشید وژل و. د هغه ښار چې د امنیتي چارو مسؤلیت‌یې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل شوی دی.

نوریاس نوري په دې اړه د امنیتي او دفاعي چارو له پوه او د افغانستان د دفاع وزارت له پخواني ویاند جنرال دولت وزیري سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د دغو هدفي وژنو تر شا څوک لاس لري؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG