د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

کونړ کې ژورنالېستان او فعالان: هدفي وژنو ذهنې اندېښنو سره مخ کړي یو


ارشیف، یو شمېر خبریالان
ارشیف، یو شمېر خبریالان

په کونړ کې ژورنالېستان او د رسنيو کارکوونکي وايي، په هېواد کې هدفي وژنو يې ژوند تریخ کړی او کار ساحه پرې راتنګه شوې ده.

په دې ولایت کې مېشت ژورنالېستان او د رسنیو کار کوونکي زیاتوي، افغانستان کې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو هدفي وژنو ذهنې تشویش سره مخ کړي او د کار لپاره مناسبه فضا او شرایط نه لري.

عبدالوارث سیرت د ښکلا په نوم له یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کوي وايي: "د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ژورنالېستان په نښه شول، د ژورنالېستانو ژوند له ستر ګواښ سره مخ دی. دوی ته هره شېبه مرګ ښکاري."

دوی وايي، پخوا تر لېرې لېرې ولسوالیو پورې د راپورونو په چمتو کولو پسې تلل. د کلي ولس په غم او ښادیو کې یې ډاډه ګډون کاوه، خو اوس په خپل ژوند ویریدلي او ازاد ګرځېدل یې محدود شوي دي.

ارشیف، د کونړ مرکز اسعدا اباد
ارشیف، د کونړ مرکز اسعدا اباد

په کونړ کې ازاد خبریال محمد اصف روفي وايي: "موږ واقعاً اوس هرځای ته د راپورونو برابرولو لپاره د پخوا په څېر ځانونه نه شو رسولی. په اجتماعي کارونو کې هغه شان ګډون نه شو کولی لکه پخوا مو چې کاوه. ژورنالېست باید ټولنه کې خلکو سره په هر درد او غم کې شریک وي، ځکه د ټولنې غړی دی، خو اوس راڅخه هر څه پاتې دي."

د ژورنالېستانو د دفاع او خوندیتوب ډلې وايي، خبریالان بې پرې او بې وسلې خلک دي، نو په جګړه کې ښکېلو خواو ته پکار دي چې د خبریالانو او رسنیو د ګواښلو او وژلو پرځای دې ورسره همکارې وکړي او هره خوا دې د خپل کنټرول لاندې ساحو کې ورته کار کولو ته زمېنه برابره کړي.

د دوی په خبره چې ګڼې وژنې د حکومت د واک لاندې ښارونو کې کېږي، خو لا يی هم داسې کار نه دی کړی چې د خبریالانو ژوند خوندي شي.

په کونړ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول فضل واحد افکاري وايي: "موږ ژورنالېستان بې طرفه خلک یوو، چا پورې تړلي نه یو. نه پوهېږو چې ولې موږ په نښه کېږو او وژل کېږو؟ حکومتي مسولین به هم موږ ته د امنیت ژمنې را کوي، خو ژورنالېستانو ته پکار دي چې ژوند ته پاملرنه وکړي. د افغانستان دښمنان ډېر دي، دوی نه غواړي چې افغانستان کې سوله او امن راشي."

د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو غوښتنه دا ده چې د دوی د امنیت نیولو ترڅنګ دې د وژل شوېو، خبریالانو قاتلین او د دغو قتلونو تر شا کسان ونېول شي او علنې سزا دې ورکړل شي.

په کونړ کې هم چارواکي د نورو سیمو د چارواکو په څېر وايي، حکومتي ځواکونو ته يې دنده سپارلې چې باید د رسنیو او د هغوی د کار کوونکو په امنیت نېولو کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید
د کونړ والي محمد اقبال سعید

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "موږ ژمن یو چې د رسنیو امنیت ونیول شي، د ژورنالېستانو امنیت باید تامین شي. خدای دې کومه بده پېښه نه رامنځته کوي. موږ ټولو امنیتي ارګانونو ته ویلي چې باید د خبریالانو او رسنیو ته ځانګړی پام وکړي."

په کونړ کې خبریالان په داسې حال کې د دوی ژوند د ورپېښو ګواښونو، د کاري چاپیریال په راتنګېدو او د نورو ستونزو له امله شکایت کوي چې په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون په هېواد کې د هدفي وژنو او مقناطيسې ماینونو له امله لږ تر لږه شپږ خبریالان او یو شمېر مدني فعالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG