د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

کانګرس ته راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو ضرب‌الاجل وغځوي


ارشیف، کندهار کې امریکايي ځواکونو
ارشیف، کندهار کې امریکايي ځواکونو

د امریکا متحده ایالات دې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د مې میاشتې د لومړۍ نېټې وروستی ضرب‌الاجل وغځوي او په دې هېواد کې د ځواکونو کمول دې د سولې په خبرو کې په پرمختګ او په دې پورې وتړي چې ایا طالبان شخړې کموي او د القاعده مخنیوی کوي.

دغه غوښتنه په هغه راپور کې چې د کانګرس په غوښتنه د افغانستان د مطالعاتو ډلې برابر کړی، شوې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه راپور کې ویل شوي چې واشنګټن دې له افغان سولې څخه لاس نه‌اخلي، خو د بریالیتوب لپاره‌یې د مې تر لومړۍ نېټې پورې شرایط نه‌دي برابر.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېر۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون یو شرط هم همدا دی چې ټول امریکایي ځواکونه دې د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې یعنې د روان م کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې تړون

په دغه راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې که ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي ښایي دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي، سیمه بې‌ثباته شي او د القاعده ګواښ بېرته راژوندی شي.

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دغه راپور کې ویلي چې متحده ایالات باید په اسانۍ طالبانو ته یوه بریا په لاس ورنه‌کړي. دا هغه انتقادونه منعکسوي چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره طالبانو ته د زیاتو امتیازونو ورکولو په خاطر د ټرمپ پر ادارې شوي وو.

د افغانستان د مطالعاتو دغه ډله چې کانګرس په ۲۰۱۹ کې جوړه کړې، مشري يې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرال جوزف ډنفورد او پخوانۍ جمهوري‌پاله سناتوره کیلي ایوت په ګډه کوي.

جنرال ډنفورد خبریالانو ته وویل چې دغه راپور یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په ګډون د ولسمشر جو بایډن همکارانو ته سپارلی او هغوی هم ګټور بللی دی.

جنرال جوزف ډنفورد
جنرال جوزف ډنفورد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وویل، د بایډن اداره په پام کې لري چې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي او له القاعده سره د طالبانو د اړیکو د شلولو، د شخړو د کمولو او د سولې په خبرو کې د ښکېلتیا په برخو کې د دې ډلې کړې ژمنه له سره وارزوي.

د روېټرز د راپور له مخې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ سره له دې چې په افغانستان کې شخړې زیاتې شوي، تېره میاشت په دې هېواد کې د ځواکونو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم کړ. امریکایي چارواکو وویل، طالبان تر اوسه له القاعده سره اړیکې پالي او بین‌الافغاني خبرې هم په ټپه درېدلې دي.

طالبانو بیا ویلي، القاعده نوره په افغانستان کې حضور نه‌لري او هم‌یې داسې نښې ښکاره کړي چې که د مې تر لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې بهرني ځواکونه پاتې شي، نو به بیا پرې حملې پیل کړي.

طالبانو تر اوسه د دغه راپورپه اړه عکس‌العمل نه‌دی ښکاره کړی.

جمهوري‌پال مخکښ سناتور لندسي ګراهام چې له طالبانو سره د ټرمپ پر تړون‌یې اندېښنه ښودلې وه، دغه راپور وستایه. هغه پرون په یوه بیان کې وویل، د بایډن له ادارې سره‌یې په دې اړه خبرې کړي او هغوی داسې نښې ښودلي چې سپارښتنې به‌یې عملي کړي.

جمهوري‌پال لېندسي ګراهام
جمهوري‌پال لېندسي ګراهام

ګراهام دا هم ویلي چې روان میلادي کال پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي بریدونو ۲۰مه کلیزه ده او دی به هېڅکله دا هېر نه‌کړي چې دغه جګړه څرنګه پیل شوه. د هغه په وینا موږ افغانستان ته شا کړې وه چې دا به بیا هېڅکله هم تکرار نه‌شي.

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دغه راپور کې چې د کانګرس په غوښتنه‌یې برابر کړی، دغه‌راز سپارښتنه کړې چې د امریکا پر پالېسۍ دې له سره کتنه وشي ترڅو دا مسئله یقیني شي چې په دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د دولت د پلاوو ترمنځ د سولې په خبرو کې یوه دایمي حل لاره رامنځته شي.

په راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې د مې د لومړۍ نېټې د ضرب‌الاجل غځول به د بایډن له ادارې سره مرسته وکړي چې په مشروط ډول له دې هېواده د نورو ځواکونو د ایستلو، د طالبانو له‌خوا د شخړو د کمولو، له القاعده سره د دې ډلې د اړیکو د شلولو او په دوحه کې د سولې خبرو د پرمختګ په ګډون پر پالېسۍ له سره غور وکړي.

دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

په دې راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې دغه ځنډ به واشنګټن ته وخت په لاس ورکړي چې ملکي مرستې له سره تنظیم کړي او کابل ته انګېزې ورکړي چې د سولې په هڅو کې رغنده رول ولوبوي او د ښځو او د اقلیت حقونو ته لا پراختیا ورکړي.

XS
SM
MD
LG