د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

دې هېل: د بایډن ټیم باید پر طالبانو فشار زیات کړي څو اورکم ته غاړه کېږدي


د غزني پر لاره د طالبانو له لوري جوړ شوى چېک پواينټ. 2020.1.11
د غزني پر لاره د طالبانو له لوري جوړ شوى چېک پواينټ. 2020.1.11
  • دې هېل

د واشنګټن چاپ دې هېل ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، د ولسمشر جوبایډن ټیم باید پر طالبانو فشار زیات کړي څو اورکم ته غاړه کېږي.

ورځپاڼه د امریکايي چارواکو هغه څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي، د بایډن اداره غواړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې ته بیا کتنه وکړي څو روښانه شي چې آیا پر خپلو ژمنو یې عمل کړی دی که نه.

طالبانو په دې موافقه کې ژمنه کړې وه، چې له القاعده شبکې سره به اړیکي پرې کوي، تشدد به کموي او له افغان دولت سره ګټورې خبرې به پیلوي.

دې هېل پوښتنه کوي چې افغانان له دې بیاکتنې څه تمه لري او په ځواب کې لیکي، افغانان تمه لري چې دا بیا کتنه به بالاخره اوربند ته امکان برابر کړي، پر طالبانو به فشار زیات کړي څو تاوتریخوالی راکم کړي او په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د نظام جوړښت ته درناوی وکړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې سوله باید له امنیت او اقتصادي ودې سره مله وي ځکه د افغانستان اقتصادي وده به د امریکا د جګړې لګښتونه راکم کړي او له افغانستان سره به مرسته وکړي چې پر ځان متکي شي.

په مطلب کې راغلي، چې اوسني حساس وضعیت افغان او امریکايي چارواکو ته دا امکان په لاس ورکړی چې خپلو اهدافو ته ورسېږي خو ورځپاڼه زیاتوي چې پر طالبانو باید فشارونه زیات شي.

د مطلب د لیکوال په اند تر ټولو غوره لاره دا ده چې د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر په تدریج او شرایطو ته په پام سره ترسره شي، طالبان دا ضمانت ورکړي چې له القاعده سره به اړیکي پرې کوي، تروریستي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي او د افغانستان له دولت سره به یوې موافقې ته رسېږي.

دې هیل لیکي، اوس چې له طالبانو سره د سولې موافقې ته بیا کتنه کېږي، نو مناسب وخت دی چې پر دې غوښتنو ټینګار وشي او پر طالبانو لا زیات فشار راوړل شي څو د دایمي اوربند موضوع جدي وګڼي.

دې هېل لیکي، په افغانستان کې د سولې په اړه سیمه يیزې اجماع ته د رسېدو لپاره باید هېڅ راز هڅې ونه سپمول شي ځکه د ورځپاڼې په وینا ځینې سیمه ایز لوبغاړي په دې برخه کې مثبت رول نه لوبوي بلکې ورانکاري کوي.

  • مېل آنلاین

مېل آنلاین خپرونې په خپله نوې ګڼه کې د طالبانو له خوا د ناټو د یوه پخواني ژباړونکي د وژل کېدو پېښې ته کتنه کړې.

خپرونه لیکي، چې ۴۲ کلن فدامحمد له ناټو سره د همکارۍ په خاطر په نښه شوی دی.

مېل آنلاین د فدامحمد د وژلو په اړه د طالبانو نشراتو ته اشاره کوي او لیکي، طالبانو هغه ځکه وواژه چې د دوی په وینا له کافرانو سره یې همکاري کوله.

فدامحمد په تېره یوه اونۍ کې دوهم او د نوي میلادي کال له پیله دریم افغان ژباړن دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

مېل آنلاین لیکي، برتانویان باید فدا محمد ته د یوه اتل په سترګه وګوري، ځکه په افغانستان کې له دېره برتانوي پوځیانو سره یې همکاري کوله او د همدې همکارۍ له کبله ووژل شو.

XS
SM
MD
LG