د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020

څو امریکايي ورځپاڼو او انلاین خپرونو د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د پنټاګون د چارواکو په قول لیکنه خپره کړې ده.

پنټاګون ویلي، په دې خاطر چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپله ژمنه عملي کړې نه ده نو دا مسئله تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل له پوښتنې سره مخامخوي.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقې کې ویل شوي، چې طالبان به له القاعده او نورو تروریستي دلو سره اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او د افغانستان له حکومت سره به د سولې خبرو ته کېني او د دې په وړاندې به امریکا د سږ کال تر مې میاشتې پورې خپل پوځیان له افغانستانه باسي.

امریکا خپل اکثره پوځیان د جنورۍ تر ۱۵ پورې وایستل او اوس شاوخوا دوه نیم زره امریکايي پوځیان د افغانستان په خاوره کې پاتې دي.

طالبانو د سپټمبر په دوولسمه په دوحه کې د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوي سره خبرې پیل کړې خو په دوو میاشتو کې یوازې د رسمي خبرو پر اجنډا موافقې ته ورسېدل.

له یوه ځنډه وروسته بیا خبرو ته کېناستل خو د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي وايي، چې طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او د مرکچي پلاوي غړي یې بهرنیو هیوادونو ته په سفرونو تللي دي.

  • نيوز فيډ انلاین

نیوز فیډ انلاین خپرونې د پنټاګون د ویندوی جان کربي په قول لیکلي، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو پر ژمنه ولاړه ده، خو موافقه له طالبانو هم غواړي چې له القاعده سره اړیکې وشلوي او تشدد کم کړي.

کربي ویلي، چې طالبانو د موافقې شرطونه عملي کړي نه دي او تر څو چې دوی د تروریزم د غندلو او پر افغان امنیتي ځواکونو د حملو نه کولو په اړه ژمنې عملي کړې نه وي، ډېره ګرانه ده چې د خبرو له لارې دې حللاره وموندل شي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، چې نوی ولسمشر جو بایډن غواړي چې له طالبانو سره د سولې موافقه له سره وارزوي.

  • سټراټېژسټ

سټراټېژیسټ، چې د استرالیا د سټراټيژيکې پالیسۍ د انسټیټوټ خپرونه ده، هم تقریباً په همدې موضوع لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې په پیل کې په افغانستان کې له بریتانیا نیولې تر پخواني شوروي او اوس د امریکا د حملو یادونې کړي بیا یې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د نهه ویشتمې موافقې ته اشاره کړې ده.

د خپرونې پر اساس، امریکا له طالبانو سره په موافقې د افغانستان مځکنیو شرایطو ته لږ پام وکړ.

طالبان یې د امریکا د سولې شریکان کړل خو پر دې ډلې یې شرط کېنښود چې اوربند ومني او له افغان حکومت سره په صداقت خبرې وکړي.

بله خبره دا ده، چې امریکا په غلطه تصور کړی و چې طالبان د افغانستان ډېره خاوره په کنټرول کې لري او دا ډله به ګوندې وکړای شي چې د نورو تروریستي ډلو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG