د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۲

ملګري ملتونه: طالبان افغانستان ته ننګونی ګواښ دی، القاعده سره یې لا اړېکې شته

ارشیف، ننګرهار کې وسله وال طالبان
ارشیف، ننګرهار کې وسله وال طالبان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري او هېڅ داسې نښه نه‌شته چې وښيي چې دواړو ډلو دا اړیکې پرې کړي وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور چې د چهارشنبې (د غبرګولي ۱۲مه) په ورځ خپور شو، د طالبانو او القاعده روابط له افغانستان سربېره، د امریکا لپاره هم یو ننګونی ګواښ بولي.

د دې مهم نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، د القاعده شبکې مهم مشران د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې ژوند کوي.

په دې راپور کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري مړینه هم نه ده تایید شوې.

که څه هم طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې خپلو لیکو کې د بهرنیو وسله‌والو شتون رد کړ، خو د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې لاهم د دې ډلې په لیکو کې له ۸ تر ۱۰ زره بهرني وسله‌وال جګړه کوي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت هېڅ ډول اړیکې له هغه چا سره نه لري چې په افغانستان کې نه‌شته، خپلو هېوادونو ته تللي دي او د افغانستان په خاوره کې نه‌شته."

د ملګر ملتونو په راپور کې د ایمن الظواهري مړینه هم نه ده تایید شوې
د ملګر ملتونو په راپور کې د ایمن الظواهري مړینه هم نه ده تایید شوې

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا وايي، دا روښانه ده چې طالبان او القاعده اړیکې پالي، ځکه دوی له ګډو ګټو سربېره، ایډیالوژیک تړاو لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ته پر همدې بنسټ، له القاعده پرېکون سخت دی.

له دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت، کانګرس، ناټو او ځینو نورو هېوادونو هم طالبان تورن کړي چې القاعده سره یې اړیکې نه دي شلولي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې لاس‌لیک شوې هوکړې یوه مهمه موضوع، د القاعده په ګډون له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون دی، هغه څه چې د ملګرو ملتونو په راپور کې یې ځواب منفي دی.

دا راپور د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یو اندېښمنونکی تصویر وړاندې کوي او لیکي، د دې هېواد امنیت د تېر بل هر وخت په نسبت خراب او تاوتریخوالی د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړیو ۳ میاشتو پرتله ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

رحمت الله اندړ وايي طالبانو ته د اقتدار معادله غلطه تشریح شوې
رحمت الله اندړ وايي طالبانو ته د اقتدار معادله غلطه تشریح شوې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور کې طالبان په افغانستان د روانو هدفي وژنو مسوولان بلل شوي او زیاتوي، د دې ډلې یو شمېر مشران په ځانګړي ډول د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او سراج‌الدین حقاني سولې ته لېوال نه دي او له نظامي لارې د افغانستان د ستونزې په پای ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور طالبان مخ په پراخېدونکې ډله یادوي چې د ولسوالیو او ولایتونو له مرکزونو پرته له ۵۰ تر ۷۰ سلنې خاوره په واک کې لري او یا یې هم د واک خپلولو هڅه کوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا دا خبره نه مني.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو ته د اقتدار معادله غلطه تشریح شوې. اوس افغانانو د خپل ملي شعور له مخې، د نظام او ارزښتونو په دفاع ولاړ دي. شاتګ، یکه‌تازي، د نړۍ سره ترېنګلتیا او په ټوله کې تور دوران نه غواړي. دلته یوازې طالبان نه، بلکې هېڅوک هم د جبر حاکمیت نه شي قایمولای."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور طالبان مخ په پراخېدونکې ډله یادوي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور طالبان مخ په پراخېدونکې ډله یادوي

د ملګرو ملتونو په راپور کې دغه شان د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق د جګړې د پراخېدو او د طالبانو د مالي ملاتړ ستره سرچینه بلل شوې، خو تر خوا یې د افغانستان په دولتي ادارو کې فساد د بې‌ثباتۍ له دوام سره مرستندویه وسیله یاده شوې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څېړونکو راپور، داعش او په سیمه کې نورې ډلې هم د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ بولي او زیاتوي، دې ډلو هم هڅه پیل کړې چې له طالبانو مرور وسله‌وال خپلو لیکو ته جذب کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG