د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د ارزګان امنیه قوماندان: ګېزاب ته به ژر اضافي ځواکونه ورسیږي، سقوط یې نه دی کړی


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

د ارزګان ولایت امینه قوماندان وايي، ګېزاب ولسوالۍ ته په ډېر ژر اضافي ځواکونه ورسېږي، نوموړي هغه خبرې رد کړې چې د ولسوالۍ ودانۍ، د ملي امینت، محبس او د ولسوالۍ بازار دې طالبانو نیولي وي.

امنیه قوماندان عالي احمد عطايي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل چې په ګېزاب ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلي په اړه یې څه ونه ویل.

نوموړی وايي، ګیزاب ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه د رسېدو په حال کې دي: "ګېزاب ولسوالۍ ته اضافي سرتېري د رسېدو په حال کې دي، څوک دي تشویش نه کوي، ولسوال او قومانداني زموږ لاس کې دي، جګړه شته، ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو چې ډېر ژر به اضافي ځواکونه هلته ورسېږي."

قوماندان په ترینکوټ کې د امیني پوستې د سقوط او تسلیمۍ خبرې رد کړې او وايي چې د یادې پوستې یوازې یو سرتیری طالبانو ته د خپلې وسلې سره تسلیم شوی دی.

قوماندان په ترینکوټ کې د امیني پوستې د سقوط او تسلیمۍ خبرې رد کړې
قوماندان په ترینکوټ کې د امیني پوستې د سقوط او تسلیمۍ خبرې رد کړې

هاخوا د ارزګان د ګېزاب ولسوالۍ د امنیه قوماندان قوماندان لالي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو پر ګېزاب ولسوالۍ ډله ییز بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې درې امنیتي پوستې د طالبانو لاسته ولوېدې.

لالي زیاته کړه: "طالبانو تېره شپه بریدونه کړي، دوه امنیتي پوستې د کاش په سیمه کې سقوط شوې، یو شمېر سرتیري ټپیان دي او یوې یو بلې پوستې پرته له جګړې سیمه خوشې کړې، محبس يې هم په بمونو الوځولی دی، د محبس د امنیه قوماندان په ګډون درې نور پولیس په محبس کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان او یو کس ورک دی، د ملي امنیت مدیریت هم فکر کوم طالبانو نیولی ځکه ټپیان لري، د ولسوالۍ ودانۍ طالبانو نیولې، یوازې امنیه قومانداني د دولت په لاس کې ده."

قوماندان لالي دغه راز وویل، د طالبانو د دغو بریدونو په اړه یې مخکې تر مخکې معلومات درلودل او ولایتي اداره او هم یې مرکز ته په دې اړه خبر ورکړی و، خو د ده په خبره هغوی ورسره هېڅ ډول مرسته ونه کړه.

نوموړی وايي، که اضافي ځواکونه ژر ور ونه رسېږي امنیه قومانداني به هم د طالبانو لاس ته ولویږي.

بل خوا یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته وویل، تېره شپه د ترینکوټ ښار اړوند نچینه سیمه کې افغان پولیسو یوه پوسته طالبانو ته تسلیم کړې ده.

د پولیسو په لیکو کې دې سرچینې وویل، په یاده پوسته کې ټول سرتیري پرته له جګړې خپله د طالبانو سیمي تللي او وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي او دغه راز پوسته يې هم خپله سوځولې ده.

د ارزګان ولایت محمد عمر شېزاد بیا نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) رسنیو ته د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې وسله والو طالبانو په ګېزاب ولسوالۍ کې پر داسې مهال یو ځل بیا بریدونه پیل کړي چې خلک د خپلو ځمکو څخه د غنمو په حاصل راټولو بوخت دي.

د ارزګان ولایت محمد عمر شېزاد
د ارزګان ولایت محمد عمر شېزاد

والي که څه هم د ولسوالۍ د وضعیت په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې ډېر ژر به یو ځل بیا طالبان د ګېزاب ولسوالۍ څخه پر شاه کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د ګېزاب ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ د جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا بیا په ارزګان ولایت کې د اترا ادارې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو مخابراتي شبکو ته د تړلو ګواښ کړی چې له امله یې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې تړل شوي دي.

د ارزګان ولایت اوسیدونکي وايي، د مخابراتي شبکو تړل کېدو له ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي چې مخابراتي شبکې دې ورته خلاصي شي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسیدونکي رحمت الله ازادي راډيو ته وویل:"په ترینکوټ او ولسوالیو کې د تېرې شپې راهیسې یو ځل ټولو مخابراتي شبکو خپل فعالیت بند کړی، موږ حیران یو چې څه وکړو، ولې له موږ سره داسې کېږي، زموږ څه ګناه ده، د خلکو کاروبارونه ټول د همدې شبکو سره تړلي، غوښتنه مو دا ده چې باید شبکې بېرته خلاصې شي او ملکي خلک د سپر په توګ ونه کارول شي."

وسله والو طالبان بیا د خپل لوري څخه د مخابراتي شبکو تړل کېدل ردوي.

پر ګېزاب ولسوالۍ له څو میاشتو مخکې هم وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي وو او د ولسوالۍ بازار او یو شمېر نورې سیمې د افغان سرتیرو څخه نیولې وې چې وروسته افغان پوځیان بېرته د عملیاتو پر مهال پر شا وتمبول.

XS
SM
MD
LG