د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

محمد اشرف غني: طالبان نه‌شي کولای په زور خپله اراده پر افغانانو وتپي


ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، طالبان نه‌شي کولای په زور خپله اراده پر افغانانو وتپي او که تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، د خلکو او افغان ځواکونو سخت غبرګون به وویني.

ښاغلي غني له واشنګټن پوسټ سره مرکه کې سوله د افغانانو لومړیتوب بللی، خو طالبان‌یې تورن کړي چې جګړه‌یې نه‌ده درولې او تر خوا یې ملکیان او نور فعالان په نښه کړي دي.

ښاغلي غني د سولې خبرو ته په اشارې پر طالبانو د نیوکې په توګه ویلي، دی له دې ډلې پوښتي چې ایا د سولې اراده لري؟

خو طالبان بیا برعکس پر افغان حکومت تور لګوي چې د سولې خبرو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د سولې خبرو نه‌پرمختګ د هغو پالېسیو پایله ده چې حکومت د دوی پر وړاندې غوره کړې دي.

محمد اشرف غني واشنګټن پوسټ سره مرکه کې د سولې خبرو د پرمختګ په برخه کې د پاکستان ونډه هم مهمه بللې، خو له طالبانو د دې هېواد د ملاتړ د مخنیوي او د سولې مېز ته د دې ډلې د راوستو لپاره‌یې پر پاکستان د امریکا فشار اړین یاد کړی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهور رئیس غني دا احتمال هم رد کړی چې ګنې طالبان به له نظامي لارې پر افغانستان واکمن شي او زیاتوي، "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه کولای شي، له بهرنیو عسکرو پرته په یوازې ځان له خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي"، خو په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې مالي مرستې مهمې بللې دي.

ها‌خوا د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم له واشنګټن پوسټ سره مرکه کې پر طالبانو نیوکه کړې چې د سولې خبرو کې یې جدیت نه‌دی ښودلی او تر خوا یې جګړه روانه ساتلې.

ښاغلي عبدالله دا خبرداری هم ورکړی، که طالبان نظامي لار غوره کړي، د یوې بلې جګړې پیل ته به لار پرانیزي، هغه څه چې دی یې یوه تېروتنه او ناسمه محاسبه بولي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس د دې پوښتنې په ځواب چې ایا طالبان به راتلونکو دوو کلونو کې افغانستان بشپړ ونیسي؟ ویلي: "دا ډله به په بشپړ ډول افغانستان ونه‌شي نیولای، خو کېدای شي د هېواد په لوېدیځ کې ځینې سیمې تر ولکې لاندې راولي."

ښاغلي عبدالله له یوې سیاسي لارې د افغانستان د شخړې په حل ټینګار کړی، خو یو داسې هوکړه‌یې مهمه بللې چې د ټولو افغانانو حقونه په‌کې خوندي او په ځانګړي ډول د ښځو او بشر حقونو او د دوی لاسته راوړنې په‌‍کې له ګواښ سره مخ نه‌‌شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله د طالبانو د غوښتنو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، طالبان د یوه داسې اسلامي نظام د راتلو غوښتنه کوي چې لا یې دوی ته هم نه‌دی ورپېژندلای: "دوی هر کله د اسلامي نظام د راتلو په اړه غږېږي او هر مهال چې د بیان ازادۍ، د ښځو او بشر حقونو په اړه ترې پوښتل کېږي، د دوی ځواب دا وي چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې ورسره ستونزه نه‌لري، خو د همدې اسلامي نظام په اړه یو واضح تعریف نه‌شي وړاندې کولای."

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس که څه هم د امریکا له‌خوا په دومره بېړه د ځواکونو ویستل هېښوونکی بولي، خو ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه کولای شي په هره برخه کې خپل خلک او خاوره وساتي.

واشنګټن پوسټ سره دې مرکه کې جمهور رئیس غني او عبدالله عبدالله دا هم ویلي چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي او لا هم سره همکاري لري، هغه څه چې دواړو یې دوام ان د امریکا لپاره هم یو خطر بللی دی.

خو طالبان بیا وايي، د دوحې له هوکړې وروسته، دې ډلې له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، هغه څه چې افغان حکومت‌یې ردوي او زیاتوي، په وروستیو دوه میاشتو کې یې هغو ځایونو کې د القاعده شبکې مهم مشران وژلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG