د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د افغانستان او پاکستان پر سوداګريزو اړيکو د 'ايرو ايشيار يويو' تبصره


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ایرو ایشیا ریویو:

ایرو ایشیا ریویو په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په اړه د یوه مطلب په پيل کې لیکي، په نړۍ کې ډېر کله هېوادونه سره دښمنان وي خو په ورته وخت کې نړۍ داسې سره پېیل شوې ده چې تر یوه بریده، هېوادونه پر یوه بل متکي دي.

د خپرونې په باور بارتر تجارت د دې ښه مثال دی چې دوو هېوادو ته اجازه ورکوي چې خپل اجناس له یوه بل سره له پیسو پرته تبادله کړي.

ايرو ایشیا ریوو وړاندې لیکي چې دا ډول تجارت په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادو ته لکه افغانستان او پاکستان ته مهم دی او په دې ډول کولی شي چې له یوه بل سره مرسته وکړي او اقتصاد یې وده وکړي.

د خپرونې د خپرې کړې مقالې په نظر په افغانستان او پاکستان کې د بې ثباتۍ سربېره له بارتري تجارته دغو دوو هېوادو ګټه اخیستې ده.

پاکستان په خوراکي برخه کې اویا فیصده په وارداتو متکي دی او د افغانستان اقتصاد په تېر نږدې یوه کال کې چې نړیوالو په دغه هېواد کې پرمختایي پروژې درولې دي، ځپل شوی دی.

د مقالې په باور د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بارتري تجارت راتلونکې هم روښانه ښکارې.

دا تجارت وروسته تر دې پراخ شوی دی چې نړیوالو پر طالبانو بندیزونه لګولي دي او د سویفټ له بانکي سیستمه یې افغانستان ایستلی دی چې په دې ډول د افغانستان سوداګر د وارداتو او صادراتو پر مهال د بانکونو له لارې خپلې پیسې نه‌شي انتقالولی او په دې برخه کې تر ډېره د حوالې پر سیستم تکیه کوي چې دا سیستم ګران تمامیږي او که ډېر مال صادروي یا واردوي لګښت یې زیاتیږي.

ډیکنسن پریس خپرونه:

یوې بلې خپرونې، د متحد ایالتونو په شمالي داکوتای کې چاپيدونکې اونیزې ډیکنسن پریس د یوه افغان کډوال په اړه لیکنه خپره کړې ده چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره یو ځای په جګړو کې برخه اخیستې وه او اوس د متحد ایالتونو شمالي داکوتای ایالت ته تللی دی او هلته یې پناه اخیستې ده.

ډیکنسن پریس لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه قوماندن جورج مکین او افغان عسکر سعید اته کاله مخکې د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه اخیستې وه او د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته سعید له افغانستانه ووت چې اوس له جورج مکین سره یو ځای شو او دا دوه سرتېري یوه بل ته د ورور په سترګه ګوري.

خپرونه لیکي، کله چې پروسږ کال په اګست کې په کابل کې د هوایي ډګر بهر ډېر ګڼ خلک راغونډ شوي وو، سعید داسې انګېرله چې د امریکایي ځواکونو لویې ابي رنګه الوتکې به دی له دې سیمې باسي او ژغوري به یې.

د ډیکنسن پریس په باور، سعید چې یوه لسیزه په افغان پوځ کې خدمت کړی، په لسګونو بریالیو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه او له امریکایي سرتېرو سره یې د یاغیانو په وړاندې په جګړه کې مرسته کړې وه اوس دی له هغو درې شپیته افغان کډوالو څخه یو تن دی چې د شمالي داکوتای په ایالت کې اوسي.

د طالبانو له لورې د کابل تر نیولو وروسته په تېر نژدې یوه کال کې تر یو لک او څلرویشت زره ډېر افغانان د امریکا او د امریکا د متحدانو په الوتکو کې له افغانستانه وایستل شول چې د دې کډوالو لویه برخه په متحد ایالتونو کې ځای پر ځای شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له افغانستانه به د خپلو افغان متحدانو د ایستلو بهیر ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG