د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

ګارډين: افغانستان کې د اوبو کچه په تېزۍ د ټيټېدو په حال کې ده


ارشيف
ارشيف

ګارډين ورځپاڼه:

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې وروستیو ناڅاپي سېلابونو ته پام اړولی او لیکي، نن ورځ افغانستان ته د نړیوالو ډېر پام هله اوړي چې سترې نړیوالې مرستندویه ټولنې د مالي مرستو د را ټولولو لپاره د وږو افغان ښځو او ماشومانو پوسترونه خپروي.

یا په افغانستان کې لکه د تېرې جون میاشتې د مرګونې زلزلې په څېر ناورینونه رامنځته کېږي.

د ګارډین په لیکنه په دې وروستیو ورځو کې د دې جګړه ځپلي هېواد ډېر ښارونه او کلي چې له مخکې په جګړو کې وران یا زیانمن شوي، د سختو بارانونو او د ناڅاپې سېلابونو د راوتلو شاهدان و.

وړاندې لولو چې د هیمالیا د غرونو په څوکو او لمنو کې طبعي یخچالونه ویلي شوي چې له امله یې مرګوني سېلونه د افغانستان د شمالي سیمو له غرونو راوتلي او د دې هېواد د جنوب تر دښتو پورې یې سیمې اغېزمنې کړي دي.

ګارډین وړاندې لیکي، دغه طبیعي یخچالونه چې په سرعت د له مینځه تلو په حال کې دي، د هغو افغانانو د معیشت یوازینۍ سرچینې دي چې تر ډېره په طبعي سیندونو او اوبو متکي دي.

خو له دې سره سره په دې وروستیو څو اونیو کې د اوبو د مهارولو او ذخیره کولو په برخه کې په افغانستان کې په ملي سطحه هیڅ د پرمختګ کار نه‌دی شوی او له بلې خوا هم د تر ځمکې لاندې اوبو سطحه په سرعت او ګواښونکي ډول د ټیټېدو په حال کې ده.

ګارډین لیکي، په افغانستان کې اقلیمي بدلون دومره واقعي دی چې د دې احتمال شته چې په راتلونکو میاشتو کې به د خوړو یو بل بحران وزیږوي.

د ایسټرن اۍ انلاين خپرونه:

د ایسټرن اۍ په نوم انلاین خپرونې، د افغان هندوانو او سېکهانو سره د طالبانو د یو مشر د لیدنې په اړه لیکلي او وايي په دې لیدنه کې دې طالب مشر افغان سکانو او هندوانو ته د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعا وکړه او ویې ویل چې افغان هندوان او سکان کولی شي خپل هېواد ته راستانه شي.

دا برېتانوي خپرونه زیاتوي، د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر ریس ملا عبدالواسيع د افغان هندوانو او سېکهانو د شورا ځینو غړو سره لیدنه کې وویل، هغه سېکهان او هندوان چې د امنیتي ستونزو له کبله یې هېواد پریېښی بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي.

ایسټرن اۍ خپرونه وايي، د طالبانو مشران افغان هندوانو او سېکهانو ته د امنیت ډاډ داسې مهال ورکوي چې د جون په اتلسمه نېټه د کابل په کارته پروان کې د سېکهانو پر یوه ګوردواره وسلوال برید وشو چې یو سېکهـ او ددې ګوردوارې یو مسلمان ساتونکی په‌کې ووژل شول.

دا برید چې مسولیت یې د داعش د خراسان څانګې پر غاړه واخیست، ددې سبب شو چې په افغانستان کې پاتې سېکهان او هندوان هم له دې هېواد څخه ووځي او یا د هېواد د پرېښودلو په تکل کې شي.

XS
SM
MD
LG