د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۳۲

د الظواهري په شتون د طالبانو بې خبرۍ ته د امريکا غبرګون: طالبان نه دي بدل شوي


سپنې ماڼۍ سره د امريکا بيرغ
سپنې ماڼۍ سره د امريکا بيرغ

وروسته له دې چې طالبانو په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له شتونه بې خبري وښود د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، د طالبانو حکومت د امریکا استخباراتو ته سپکاوی کړی دی.

د امریکا د کانګرس غړی لینډسي ګراهام پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو دا ځواب نه یوازې چې د امریکا د استخباراتو ته سپکاوی دی بلکې دا هم ښيي چې طالبان نه دي بدل شوي.

وروسته له هغه چې امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ د طالبانو حکومت څلور ورځې ځنډ سره ددې اعلان په غبرګون اعلامیه ورکړه.

د روانې میلادي ماشتې په لومړۍ نېټې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان وکړ چې په کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی.

ددغه برید څلور ورځې وروسته د پنجشنبې ورځې ناوخته د طالبانو حکومت اعلامیه ورکړه او ويې ویل چې په کابل کې د الظواهري له شتونه خبر نه وو.

دوي په خپله اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت مشرانو خپل استخباراتي ادارو ته امر کړی تر څو د پېښې په اړه هر اړخیز معلومات وکړي.

خو د طالبانو دغې اعلامیې ته بیا د امریکا د کانګرس یوه غړي غبرګون ښودلی.

د امریکا د کانګرس غړي لينډسي ګراهام په خپل ټویټر لیکلي چې طالبانو په دغه ځواب سره د امریکا استخباراتو ته سپکاوی کړی.

د امریکا د کانګرس غړی لینډسي ګراهام
د امریکا د کانګرس غړی لینډسي ګراهام

هغه وړاندې لیکلي: "د دوی ځواب نه یوازې زموږ استخباراتو ته سپکاوی دی، دا موږ ته ټول هغه څه په ګوته کوي چې موږ اړتیا لرو پوه شو؛ هغه دا چې نوې طالبان- زاړه طالبان دي. موږ اړتیا لرو چې د سپټمبر د یوولسمې د بلې پېښې د مخنیوي لپاره ژر تر ژره خپلې تګلارې تعدیل کړو، ځکه چې مات شوی سرحد (د امریکا) او په افغانستان کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه د یو ناورین لپاره فرمول دی."

له بلې خوا بیا یو شمېر د چارو افغان شنوونکي د طالبانو له لوري په ځند سره اعلامیه د پوښتنې وړ ګڼي.

د چارو شنونکی عصمت قانع وايي: "په دغه اعلامیه کې نه دمسؤلیت څخه د فرار لاره شته، نه د مسؤلیت د منلو منطق شته او نه هم نور اړخونه په‌کې شته خو ښه به دا وي چې اوسنیو حاکمانو نړېوالو ته دا تصویر ورکړی وای چې افغانستان راپورته کېږي او خپل مسولیتونه اخلي چې داسې ونه‌شوه."

دغه راز پخوانۍ ډیپلوماټه شکریه بارکزی وايي، طالبانو په دغې اعلامیې سره وښوده چې دوی اوس هم خپلواکه نه دي او استخباراتي ضعف یې زیات دی.

پخوانۍ ډيپلوماټه شکريه بارکزۍ
پخوانۍ ډيپلوماټه شکريه بارکزۍ

نوموړې وايي: "دا چې طالبانو ناوخته غبرګون وښود زما په بارو، دوی خپله نړېوالو ته معقول ځواب نه درلود، دا چې طالبان په دې اعلامیه کې بې خبري ښيي دوی بله لاره نه لري، غواړي ددې اعلامیې په خپرولو سره ځان د امریکا سره په ټکر کې وانه‌چوي او یوه منځ ګړې لاره ولټوي."

د چارو دا پوهان بیا په دې بارو دي، سره له دې چې طالبانو د دوحې تړون سره سم له نړېوالو سره ژمنه کړې و چې په افغانستان کې به د القاعده شبکې سره دوی خپلې اړیکې پرې کوي او هیڅ یوې بهرنۍ شبکې ته به د فعالیت اجازه نه ورکوي خو د اګست میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل ددوی دغه ژمنه ناسمه ثابته کړه.

طالبانو تازه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG