د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

متقي: په تاشکند غونډه کې زیاتو هېوادونو له طالبانو سره د ښه تعامل ملاتړ کړی


د تاشکند غونډې یو انځور
د تاشکند غونډې یو انځور

داسې مهال چې د نړۍ هېڅ یو هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په تاشکند کنفرانس کې ډېر شمېر هېوادونو له دوی سره د ښه تعامل ملاتړ کړی.

طالبان خوښ دي، چې ګنې د تاشکند کنفرانس کې ګډون‌کوونکو ډېرو هېوادونو ورسره د ښو اړیکو جوړولو خبره کړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون ناوخته د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته ویلي، ورځ تر بلې له نړۍ سره تعامل مخ په ښه کېدو دی.

هغه ویلي: "په کنفرانس کې اکثرو ګډون کوونکو هېوادونو نه یوازې دا چې له افغانستان سره د مرستو او تعامل ملاتړ وکړ، بلکې د اکثریتو خبره دا وه چې د افغانستان ملي شتمني باید ازاد شي. د افغانستان بانک پیشتوانه باید د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شي. په افغانستان باندې لګېدلي بندیزونه پورته شي او له افغانستان سره تعامل وشي. له افغانستان سره راشه درشه زیاته شي او اوسنی کوم وضعیت چې رامنځ‌ته شوی، دا تقویه شي."

امیرخان متقي داسې مهال دا څرګندوني کېږي د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو نږدې کال په پوره کېدو دی، خو سره له دې، چې تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد یې حکومت رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی، بلکې هره ورځ یې د حکومت ساختار او ټولګډونوالی تر پوښتنې لاندې راولي.

همدا ډول د تاشکند کنفرانس په پای کې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل، په دې غونډه کې هیچا د طالبانو د رسمیت پېژندنې ملاتړ ونه کړ.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د دې تر خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ هم ویلي و، د تاشکند په کنفرانس کې د ده په ګډون، ځینې ګډونوال په افغانستان کې د یوه داسې سیاسي حرکت د نشتوالي په اړه خواشیني وو چې ټول افغانان په‌کې راټول وي.

همدا ډول د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن هم په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي وضعیت ته اشاره کړې وه او ویلي یې و، د تاشکند په کنفرانس کې یې د یوه رسمي او ټول‌ګډونه افغان حکومت د جوړېدو چې د ټولو افغانانو ښځو او نارینه‌وو او بېلابېلو قومونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي، اړتیا په ګوته کړه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن

په ورته وخت کې د تاشکند کنفرانس په اعلامیه کې هم له طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو حقونو خوندیتوب او د نجونو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه شوې وه.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دې ټولو سره سره، ډاډه دی چې له نړۍ سره به یې اړیکې لا ښې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG