د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

طالب پلاوي په تاشکند غونډه کې بیا له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتنه وکړه


د تاشکند کنفرانس د څنډې یو انځور
د تاشکند کنفرانس د څنډې یو انځور

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتنه وکړه.

د "افغانستان د امنیت او اقتصادي ودې" په نوم په تاشکند کې د جوړ شوي کنفرانس دوهمه ورځ پیل شوې.

دې غونډې ته نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په خپلو خبرو کې له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو جوړېدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "لویه خبره دا ده چې موږ دنیا ته دا پیغام ورکړی چې موږ نړۍ سره مثبت تعامل غواړو. موږ غواړو چې افغانستان بیا د جګړې ډګر نه‌شي او افغانستان د سولې ډګر شي، د ثبات ډګر شي، د اقتصاد ډګر شي او دې منطقي ته د اتصال ډګر شي."

امیرخان متقي له نړۍ وغوښتل، چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ په برخه کې د پانګونې پر ځای، په افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره پانګونه وکړي، خو دا یې ونه ویل چې کوم هېواد په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ د راوستو لپاره پانګونه کوي.

امیرخان متقي له امریکا متحده‌ایالاتو هم وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې پانګه‌ ازاده کړي او تر خوا یې په افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

خو دې غوښتنې ته د امریکا ځواب روښانه دی او هغه دا چې موده وړاندې یې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، د افغانستان پانګه‌ طالبانو ته نه، بلکې افغان ملت ته وسپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس

امیرخان متقي په خپلو خبرو کې تر ډېره د طالبانو د اوسني رژیم په لاس‌ته راوړنو کې وغږېد، امنیت یې ښه وباله، د سیاسي اختلاف د حل خبره یې وکړه او تر خوا یې وویل چې لس میلیونه افغان ماشومان زده‌کړو ته ځي.

هغه داسې مهال دا ادعا کوي، چې داعش ډلې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلې سیمې تر برید لاندې راوستي، د دې ترڅنګ د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان د ازادۍ تحریک په نوم دوو بنسټونو د دوی ضد جګړه پيل کړې او طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي.

د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس کې د ۲۰ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی.

د تاشکند کنفرانس کې د شلو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی.
د تاشکند کنفرانس کې د شلو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغانستان د ښځو او د بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، امریکايي پلاوی په دې غونډه کې له دې هدف سره ګډون کوي چې د افغانستان له خلکو څخه د واشنګټن پر بې درېغه ملاتړ ټینګار وکړي او همداراز له طالبانو به وغواړي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې، چې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن هم نن په تاشکند کې د طالبانو له پلاوي سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې نیلسن به د هغو اقتصادي ننګونو په اړه چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي له طالبانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG