د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

تاشکند کې نن د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيليږي؛ طالب پلاوی هم په‌کې ګډون لري


آرشیف
آرشیف

د طالبانو د حکومتي چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو د استازو په ګډون نن (د اسد ۳مه) په تاشکند کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي.

ازبکستان چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره یې نږدې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي، ویلي چې دا دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د افغانستان په اړه په تېرو څلورو کلونو کې د دوو نورو غونډو دوام دی.

د طالبانو حکومتي پلاوی د دوی د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ تاشکند ته رسېدلی، نن او سبا به په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو چارواکي او استازي ګډون ولري.

د طالبانو حکومت دغه غونډه د «افغانستان امنیتي او اقتصادي ودې کنفرانس» په نوم یاد کړی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نننۍ غونډه د هغو کنفرانسونو تسلسل دی چې تاشکند په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو کې د افغانستان په اړه جوړ کړی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پرون په تاشکند کې د دوه ورځنۍ غونډې په اړه له رسنیو سره یو پیغام شریک کړ.

نوموړي وويل: "ټاکل شوې دوشنبه په تاشکند کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ شي چې په‌کې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازي ګډون کوي."

د طالب چارواکو ګډون د یو شمېر فعالانو له تُند غبرګون سره مخ شوی.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د رسنیو له کارکوونکو او منتقدینو سره د طالبانو له ناوړه چلند سره سره، نړۍ دوی ته د رسمیت پېژندنې موقع ورکوي او نړیواله غونډه ورته جوړوي.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي په
د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي په

حميدي دغه راز زياته کړه چې دا کار د دې په خبره د "د شرم وړ دى".

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ نږدې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا دوهم ځل دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړیږي.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې ناروې د طالبانو له استازو او چارواکو سره د یوې غونډې کوربه و.

هغه مهال یو شمېر کارپوهانو او فعالانو نیوکه وکړه، چې نړۍ د دا ډول غونډو په جوړولو سره غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او په یو نه یو ډول د هغوی په نیمګړتیاوو سترګې پټې کړي.

XS
SM
MD
LG