د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۳

د يو امريکايي وګړي له خولې د هغه کور کيسه چې د القاعده شبکې مشر په‌‌کې اوسېده


د هغه کور شاوخوا سيمه چې د القاعده شبکې مشر په‌کې ووژل شو
د هغه کور شاوخوا سيمه چې د القاعده شبکې مشر په‌کې ووژل شو

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپانه لیکي؛ د کابل د شېرپور سیمې په هغه کور کې چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهری ووژل شو؛ یو وخت په‌کې امریکایي وګړي ډان سموک ژوند کاوه.

ورځپاڼه د سموک له قوله لیکي، چې هغه د امریکا حکومت د مرسته رسولو په یوه پروژه کې په افغانستان په دنده بوخت و او په دې کور کې میشت و.

سموک ویلي چې له دې کور څخه ښکاره کېدونکې منظرې ښکلې وې او هر سهار به يې په لیدو سره د ورځې له پیل نه خوند اخیسته؛ هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا الظواهري به هم همدا حس درلود.

ورځپاڼه کاږي؛ سموک په تليفوني خبرو کې ورته ویلې چې، سي آی ای داسې اطلاعات درلودل چې ایمن الظواهری ددې کور په بالکن کې ناسته خوښوله او سموک هم ویلې چې ددې کور بالکن واقعا ښایسته و.

سموک زیاتوي، کله به چې د کابل دود کم شو نو د سهار له طرفه کېدلی شوه چې د کابل غرونه وګورئ.

دا کور د کابل په هغه سیمه کې دی چې تېر کال په دوبي کې د پرځېدلي پخوانې جهموري نظام د چارواکو، تنظمیې قومندانانو او تکنو کراتانو له خوا د ځمکو غصب په خاطر مشهوره وه.

ورځپانه زیاتوي؛ چې د جګړې په زیاتوالي سره هغه کورونه چې په وړو ځمکو جوړ شوي وو؛ زیاتره يې د غیر حکومتي سازمانو له خوا کرای کړی شوي وو.

ريليف وېب خپرونه:

ریلیف ویب خپرونه لیکې چې د ډنګي تبې نوې څپه په افغانستان کې تأیید شوی ده.

د ریلیف ویب له قوله؛ یوازې په ننګرهار ولایت کې د جون میاشتې له ۱۲ مې نه تر ۳۰ پورې ۶۴ واقعې ثبت شوي دي.

خپرونه کاږي؛ چې په دې پېښو کې ۴۷ تنې ښځینه او هغه نجونې هم شاملې دي چې عمرونه يې له پنځو کلونو پورته دي.

دغه خپرونه د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر لو دپنګ له قوله لیکي چې په افغانستان کې د روانو جنګونو؛ وروستیو طبیعي افتونو او بېلابېلو ناروغیو په وجه افغانستان له بشري اضطراري ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG