د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د یو مهم قوماندان وژنه تایید شوه


ارشیف: د پاکستاني طالبانو جنګیالي
ارشیف: د پاکستاني طالبانو جنګیالي

پاکستاني طالبانو او د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي پرون دوشنبې تایید کړه چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي ټي جګپوړی مشر عبدالولي چې په عمر خالد خراساني مشهور و له خپلو درېیو همکارانو سره په افغانستان کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د رویټرز د راپور له مخې پاکستاني چارواکو ویلي، د خراساني وژنه ښایي د سولې پر هغو پڅو خبرو یو ګوزار وي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت ترمنځ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په منځګړیتوب ترسره شوي دي.

خراساني چې له ټي ټي پي جلا یې د جماعت الحرار په نوم ډله جوړه کړې وه، ملګروملتونو او متحدو ایالاتونو هغه یوه ترویستي ډله نومولې او د ده پر سر واشنګټن درې میلیون ډالره انعام ټاکلی و.

د راپورونو له مخې خراساني او ملګري یې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ظاهراً هغه مهال په یوه ماین چاودنه کې ووژل شول چې په یوه موټر کې یې سفر کاوه.

خو دغو سرچینو د خپل هویټ پټ ساتلو په شرط رویټرز ته ویلي، په اوس وخت کې نه شي ویلی چې د دغې حملې تر شا د چا لاس دی.

د طالبانو یوه بل قوماندان احسان الله احسان په یوه ټوېټ کې د خراساني مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نور هغه د دوی په منځ کې نه شته.

ټي ټي پي تراوسه رسماً په دې اړه تبصره نه ده کړي خو ویلي یې دي چې په دې اړه به یوه اعلامیه خپره کړي.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د دغه مشر د وژلو خبریوه اونۍ وروسته له هغې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبایدن، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ.

د خراساني ډلې په پاکستان کې پر پولیسو، پوځیانو او اقلیت شیعه مسلمانانو او مسیحیانو د څو حملو مسوولیت اخیستی.
د خراساني ډلې په پاکستان کې پر پولیسو، پوځیانو او اقلیت شیعه مسلمانانو او مسیحیانو د څو حملو مسوولیت اخیستی.

د رویټرز د راپور له مخې په دې اړه یې د طالبانو حکومت او د پاکستان پوځ او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون آزادي راډیو ته یوازې دومره وویل چې د دغې پېښې په اړه څېړنه کوي.

د خراساني ډلې په پاکستان کې پر پولیسو، پوځیانو او اقلیت شیعه مسلمانانو او مسیحیانو د څو حملو مسوولیت اخیستی چې په نتیجه کې یې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د رویټرز په لیکنه پاکستاني چارواکو ویلي، خراساني چې ویل کېږي یو وخت د پاکستان له حکومت سره د خبرو مخالف و، د ټي ټي پي د هغو مشرانو په ډله کې شامل و چې په دې وروستیو کې کابل ته د پاکستاني عالمانو د ورغلې جرګې له غړیو سره د سولې خبرې ترسره کړې وې.

د افغان طالبانو په منځګړیتوبه د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت ترمنځ د دغو ټکنیو خبرو هدف دا دی چې د دواړو ترمنځ د سولې یو تړون وشي.

د دوی ترمنځ له تېرو دوو میاشتو راهیسې اوربند ټینګ دی.

XS
SM
MD
LG