د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

کابل کې پاکستاني پلاوي بیا د ټي ټي پي له مشرانو سره خبرې پیل کړې


د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

یوه پاکستاني پلاوي نن بیا هم په کابل کې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره خبرې پیل کړې دي.

دا پلاوی پرون په هغه ورځ کابل ته ورسېد چې د پاکستان د دیني عالمانو یوه بله ډله له افغانستانه خپل هېواد ته ستنه شوه.

د دې پلاوي مشري د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار محمد علي سیف کوي او په ترکیب کې یې د پاکستان د پارلمان اوسني او پخواني غړي او قبایلي مشران شامل دي.

ښاغلي سیف نن غرمه مهال د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، چې دوی د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره په خبرو بوخت دي.

پاکستاني پلاوي د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د دې خبرو منځګړتوب د طالبانو حکومت کوي.

په دې اړه د نور تفصیل د آزادۍ راډیو د مشال څانګې له خبریال طاهرخان څخه د یوې مرکې په ترڅ کې واورئ.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00
XS
SM
MD
LG