د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

هېل: د ظواهري وژنه پر امریکا د سپټمبر حملو ته ورته خطر کموي


ایمن اظواهري
ایمن اظواهري

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ګارډین:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېر یوه کال کې ژوند ته کتنه کړې او تر دې سرلیک لاندې چې نجونې یوازې د موسکا په خاطر وهل کېږي، په یوه مطلب کې لیکي، د سولې او ثبات د ټینګېدو په اړه د طالبانو له ژمنو سره سره افغانستان په ټوله کې لوېدلی او وګړي یې د اقتصادي ستونزو په څېر له مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ګارډین په لیکنه پر ښځو د طالبانو له خوا بېلابېل محدودیتونه لګول شوي او د بېلګې په توګه له زده کړو د له شپږم ټولګي پورته نجونو منع کېدو ته اشاره شوې ده.

یوې ښځې ګارډین ته ویلي، چې درې ځلې په بازار کې د ښځو د وهلو ټکولو شاهده وه.

هغې ویلي، چې ځینې ښځو پتلونونه اغوستي وو چې د طالبانو په نظر تنګ بلل کېږي.

ګارډین دغه راز ویلي، د تېر کال په دوبي کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بهیر درېدلی، د دې هېواد اقتصاد د سقوط پر لور روان دی.

ګارډین په تېر یوه کال کې له افغانستانه د لوستو کسانو تېښته د دې هېواد یوه بله ستونزه یاده کړې ده.

په مطلب کې راغلي، چې طالبانو د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې بریاوې ترلاسه کړي، هغه چې د ګارډین په لیکنه د افغانستان دولت یې په تېرو شلو کلونو کې په ځمکه وهلی و.

خو د لیکوال په باور په دې برخه کې د طالبانو پرمختګونه ورو شوي دي.

یوه سوداګر ګارډین ته ویلي، چې فساد د اشرف غني د حکومت په اندازه نه شته.

هغه ویلي، کله به چې د یوې ستونزې د حل لپاره یوه دفتر ته ننوتلې نو له الف نه تر یا پورې به یې درڅخه د یوه شي غوښتنه کوله.

دغه سوداګر ویلي، چې اوس دغه کسان د ګوتې په شمار دي خو شمېر یې په زیاتېدو دی.

د مطلب په یوه برخه کې راغلي، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ کال په پوره کېدو دی خو د نړۍ هېڅ یوه هېواد هغه په رسمیت نه دی پېژندلی او طالبان هم په انزواکې پاتې دي.

هېل:

امریکایي هېل ورځپاڼې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژلو ته پام اړولی دی.

د دې مطلب لیکوال تام مکایټس په دې باور دی، چې په اوس وخت کې د تروریزم اصلي ګواښونه د ډلو له خوا نه بلکې د افرادو له لوري متصور دي، هغه افراد چې په هېڅ ډلې پورې تړلي نه دي بلکې له افراطي مفکورو الهام اخلي.

په مطلب کې راغلي، چې د ظواهري وژنه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یولسمې حملو ته ورته خطر کموي خو د لیکوال په باور هغه نه شي کولای چې د دا ډول افرادو مخه ونیسي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د القاعده مشر ایمن اظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو خو طالبان وایي د ظواهري له راتلو او استوګنې خبر نه دي او د دغې پېښې په اړه لا هم څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG