د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

ناروې له القاعده شبکې سره د طالبانو پر اړیکو اندېښنه وښوده


طالبان او د هغوی بیرغ
طالبان او د هغوی بیرغ

د ناورې د بهرنیو چارو وزارت له القاعدې ډلې سره د طالبانو پر اړیکو اندېښنه څرګنده کړه.

د ناروې د حکومت چارواکي له القاعدې ډلې سره د طالبانو اړیکو اندېښمن کړي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر ایوینډ واډ پیټرسن د اګسټ پر شپږمه نېټه ډاګبلاډېټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو دا ثابته کړې چې له دغې ډلې سره د طالبانو "تماسونه" لا هم شته، هغه ادعا چې طالبانو مخکې په وار وار رد کړې ده.

ډاګبلاډېټ ورځپاڼه کې د ښاغلي پیټرسن له قوله راغلي: "په کابل کې د الظواهري شتون د دې نښه ده، چې د طالبانو له ژمنې سره سره چې افغانستان به د نړیوالو تروریستي سازمانونو په پټنځای بدل نه شي، د طالبانو او القاعدې ترمنځ لا هم تماس موجود دی."

د روان میلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه په یوه تلوېزیوني وینا کې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه ډرون الوتکې په هدفي برید کې ووژل شو.

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

که څه هم طالب ویاندویانو تر دې دمه مشخص د ناروې د یاد چارواکي د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو وړاندې یې په بېلابېلو بیانونو که ویلي چې القاعده ډله په افغانستان کې نظامي حضور نه لري.

دغه شان د طالبانو حکومت د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه څو ورځې وروسته په یو بیان کې په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري له اوسېدو بې خبري وښوده او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد ګواښ پېښ نه شي.

د ناروې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر ایوینډ واډ پیټرسن دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو کړنو "مایوسه" کړي دي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې پرمختګونه په ناسم لوري روان دي، په ځانګړې توګه کله چې د بشري حقونو خبره کېږي. د ښځو او نجونو حقونه یې یوه بېلګه ده. د ښوونځي له زده کړو څخه نیولې بیا د پوښاک تر اړتیاوو پورې. که څه هم موږ حیران نه یو، خو طالبانو مایوسه کړې یوو."

دغخ ناروېژي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې د طالبانو د حکومت له پیله تر دې دمه پر افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون د اجباري حجاب، له محرم پرته پر سفر او یو شمېر نورو برخو کې محدودیتونه وضع کړي چې په ټولنه کې یې د نورو ستونزو تر څنګ د کورنیو اقتصادي وضعیت لا خرابه کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG