د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

القاعده شبکې د طالبانو له نوي مشر سره بیعت اعلان کړ


د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یو غږیز پیغام کې د طالبانو له نوې مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ظواهري په یو څوارلس دقیقه يي غږیز پیغام کې ویلي چې د اسامه بن لادن له عمل سره سم د القاعده شبکې د مشر په توګه د طالبانو له نوي مشر سره بیعت کوي او ټول مسلمانان د نوموړي ملاتړ ته رابولي.

تر اوسه پورې د دې غږیز پیغام کره والي نه دی تایید شوی.

خو په دې اړه د افغانستان د حکومت غبرګون څه دی؟

د ولسمشر د ویندوی مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، د ایمن الظواهري دا اعلان یو واربیا دا جوتوي چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو اجنډا عملي کوي.

دا په دې معنی دی چې طالبان د بهرنیو ترهګرو اجنډا عملي کوي
دا په دې معنی دی چې طالبان د بهرنیو ترهګرو اجنډا عملي کوي

هغه زیاته کړه:

"دا په دې معنی دی چې طالبان افغانستان کې د پردیو او بهرنیو ترهګرو اجنډا عملي کوي، د وی له پردیو سره یو ځای د افغانستان د خلکو پر ضد ولاړ دي، د افغانستان امنیتي ځواکونه به ټولې هغه ډلې وځپي چې د بهرنیو ترهګرو ملاتړي دي او یا یې بهرني ترهګر ملاتړ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د واک د پراخولو سره په دې خاطر موافقه کړې څو د ترهګرو ډلو په ځپلو کې د افغان امنیتي ځواکونو ښه ملاتړ وکړی شي.

د امریکايي ځواکونو د رول په دې نوې پراختیا کې د وسله والو پر ضد د هوايي بریدونو زیاتېدل هم شامل دي.

خو یو امریکايي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن به دا پرېکړه کوي چې څه وخت د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره امریکايي سرتېري د جګړې کرښې ته واستول شي.

تر دې مخکې د امریکا دیارلس پخوانیو جنرالانو او ډیپلوماټانو په یو لیک کې له ولسمشر بارک اوباما غوښتي وو چې په افغانستان کې دې اوسني ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري وساتي.

دې ډلې په دې پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی و چې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو په صورت کې به القاعده شبکې او د داعش وسله والې ډلې لپاره یو وار بیا د فعالیت لاره هواره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د جمعې په ورځ په واشینګټن کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې به د ترهګرو پر ضد عملیات دوام وکړي.

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې زموږ د روان ماموریت یوه برخه دا ده څو ډاډ تر لاسه شي چې افغان امنیتي ځواکونه په موثره توګه خپل کار کولی شي او دویم دا چې موږ د القاعده شبکې په پاتې شونو او د داعش په وسله والو پسې ځو او د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته دوا ورکوو."

ایمن الظواهري د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د دې شبکې مشر شو.

رویټرز خبري اژانس وايي، ګومان کېږي چې ایمن الظواهري به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې پټ وي.

له ټونر وپوښتل شول چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضدد امریکايي ځواکونو د رول پراختیا به د امریکا د حکومت هغو هڅو سره په تضاد کې نه وي چې د طالبانو سره یې د سولې د خبرو اترو په ملاتړ ترسره کوي؟

نوموړي په ځواب کې وویل چې د امریکا متحده ایالات له اوږدې مودې راهیسې د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د هڅو ملاتړ کوي او دا د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره غوره لاره ګڼي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ خبرو ترسره کول رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG