د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

ولسمشراوباما ته د ۱۳متقاعد جنرالانو او ډیپلوماټو پرانیستی لیک


د امریکا هغو ۱۳ متقاعدو جنرالانو او ډیپلوماټانو چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان په ماموریت کې ښکېل پاتې شوي دي، له ولسمشر باراک اوباما غوښتي چې په افغانستان کې امریکايي سرتېري کم نه کړي.

دغو پخوانیو لوړ رتبه امریکايي مقاماتو دا غوښتنه په یوه پرانیستې لیک کې کړې چې نیشنل انټرسټ مجلې د جمعې په ورځ خپور کړی دی.

په دې ۱۳ کسانو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې د پخوانۍ مشر او متقاعد جنرال ډیوډ پیټریوس په ګډون په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څلور پخواني عمومي قومندانان اود زلمي خلیل زاد او راین کروکر په شمول د کابل لپاره د متحده ایالاتو پینځه پخواني سفیران شامل دي.

دې متقاعدو چارواکو ویلي، په افغانستان کې د اوسنیو نهه زره او اته سوه سرتیرو موجودیت به د افغان سرتېرو او افغانانو د روحيې په لوړلو، د طالبانو د مورال په کمزوره کولو، د کډوالۍ د څپې په مخنیوي او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ټاکلو کې هیله بخښونکې رول ولوبوي.

په دې پرانیستي لیک کې د امریکا پخوانیو قومندانانو او ډیپلوماټانو دا هم ویلي چې په افغانستان کې په اوسني شمېر کې د امریکايي سرتېرو پاتې کېدل به د افغانستان په اړه په پاکستان کې د ځینو ستراتیژي جوړونکو پر ارزونه هم اغېز وکړي.

ځینو جنرالانو او ډیپلوماټانو له اوباما غوښتي چې په افغانستان امریکايي سرتېري کم نه کړي.
ځینو جنرالانو او ډیپلوماټانو له اوباما غوښتي چې په افغانستان امریکايي سرتېري کم نه کړي.

د امریکا د حکومت د موجوده پریکړې له مخې به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د اوسنیو ۹ زره او اته سوه امریکايي سرتېرو شمېر پینځه نیم زرو ته راښکته شي.

د متحده ایالاتو متقاعدو جنرالانو او پخوانیو ډیپلوماټانو له ولسمشر اوباما دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې ټاکل شوې چې په څو ورځو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه سپینې ماڼۍ ته خپل راپور وړاندې کړي.

د دغو پخوانیو چارواکو او پوځیانو په دې لیک کې خبرداری ورکړی چې القاعده او داعش اوس هم په افغانستان کې فعال دي او د امنیتي خلا په رامنځته کېدو سره به د دې ډلو فعالیت پراخ شي.

دغو پخوانیو امریکايي پوځي او سیاسي شخصیتونو دا ویره هم څرګنده کړې چې که افغانستان نویمي لسیزې ته وګرځي نو میلیونونه کسان به کډوالۍ ته اړ شي چې دا به د مهاجرت هغه ستونزه لاپسې پراخه کړي چې اروپا او نوره نړۍ ورسره لا دمخه لاس او ګریوان ده.

XS
SM
MD
LG