د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو د پاتې کېدو پر اړتیا ټینګار وشو


د امریکا پوځ په خپل نوي راپور کې ویلي چې؛ د جګړو په سږني موسم کې وسله وال مخالفین له افغان ځواکونو څخه د سیمو په نیولو ونه توانېدل خو په دې راپور کې د افغان ځواکونو پر تفاهم ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

افغان امنیتي ځواکونه چې شمېریې درې نیم لکو ته رسېږي په تېره جون میاشت کې د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت په غاړه واخیست او نړیوالو پوځیانو د روزنې پر چارو ډېر تمرکز وکړ.

امریکايي چارواکي وايي، د دې راپور نتایج د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون د لاسلیک او له ۲۰۰۴ کال وروسته په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو د پاتې کېدو پر اړتیا هم ټینګار کوي.

امریکايي پوځي چارواکي وايي، د جګړو په سږني موسم کې وسله وال طالبان ونه توانېدل چې؛ له افغان ځواکونو څخه سیمې ونیسي او افغان ځواکونو د لومړي ځل لپاره د نړېوالو پوځیانو له مرستې پرته د پوځي عملیاتو مشري وکړه.

خو امریکايي چارواکي زیاتوي چې؛ وسله والو مخالفینو د حکومت پرضد د جګړو په ترڅ کې د ملي اردو او پولیسو لسګونه سرتېري او ملکي وګړي ووژل.

د امریکا او ناټو پوځي چارواکي وايي چې؛ د افغانستان پولیس او ملي اردو چې نوي جوړ شوي تراوسه چمتو نه دي چې د متعهدو طالبانو پرضد دومداره جګړه پرمخ بوځي.

د امریکا د پوځ له خوا په خپاره شوي راپور کې دا متناقض نتایج چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو له وتلو یوازې دیارلس میاشتې مخکې خپرېږي د دې بې ځوابه پوښتنې اهمیت روښانه کوي چې آیا له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې بیاهم د نړیوالو ځواکونو پاتې کېدو ته اړتیا شته کنه.

د امریکا د پوځ راپور د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي دفاعي تړون د لاسلیک پر اړتیا ټینګار کوي.

دا تړون چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلی د نړیوالو محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د یو شمېر نړېوالو ځواکونو پاتې کېدل قانوني کوي.

تمه ده چې واشنګټن به، د دې تړون د لاسلیکېدو په صورت کې چې امریکايي پوځیانو ته قضايي مصوونیت ورکول به یې یوه برخه وي په افغانستان کې خپل شاوخوا لس زره سرتېري پرېږدي.

د ناټو نور غړي هم غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل نژدې پنځه زره سرتېري وساتي خو دا یوازې په هغه صورت کې چې د کابل او واشنګټن ترمینځ امنیتي تړون لاسلیک شي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ویلي، تردې دمه د امریکايي پوځیانو هڅو افغان ځواکونو ته دا توان ورپه برخه کړ چې؛ د عملیاتو مشري وکړي، د جګړې بهیر د مخالفینو مینځ ته یوسي او د خلکو امنیت ونیسي، خو ډنفورډ چې د مني په مناسبت یې امریکايي سرتېرو ته وینا کوله زیاته کړه چې د افغان ځواکونو پرمختګ تر اوسه لا دوامدار شوی نه دی.

امریکايي پوځي چارواکي وايي چې؛ د سیمو ساتنه د افغان ځواکونو لپاره په درنه بیه تمامېږي او حتی په یوه مورد کې یې په یوه اونۍ کې خپل سل کسان او ډېره برخه د سړک د غاړې بمونو په حملو کې له لاسه ورکړل.

د دې چارواکو په وینا د افغان ځواکونو لویه نیمګړتیا په لوژستیکي برخه کې ده چې نشي کولای د لویدیځ له خوا ورکړل شوي وسایط، تجهیزات او وسایل په سم ډول وساتي.

د افغانستان په ختیځ کې د نړېوالو ځواکونو قوماندان تورنجنرال جېمز سي مک کونویل Gen. James C. McConville وايي چې؛ په تېره جون میاشت کې له هغې سیمې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونو وکولای شوای په ډېر جرات سره د طالبانو په وړاندې د خپلو سیمو ساتنه وکړي.

له تېرې مارچ میاشتې راهیسې امریکايي ځواکونو د هېواد په ختیځ کې خپلې څلورپنځوس اډې وتړلې او یوازې یوولس یې پرېښودې او په عین حال کې د افغان ځواکونو په شپږو مرکزونو کې نړیوال پوځیان پاتې دي.

په دې توګه د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي پوځیانو شمېر له اتلس زرو څخه څه کم اوه نیم زره ته راښکته شو چې تقریبا ټول د روزنې په چارو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG