د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

تر۲۰۱۴ کال وروسته امریکا په افغانستان کې خپلې ۲۲۶ اډې کموي


د ناټو یوه جګپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل له دوی څخه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو یا صفر انتخاب په اړه هېڅ راز مشورې نه ده غوښتل شوې او دې ته اړتیا هم ونه لیدل شوه.

تېره اونۍ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار "بېن روډېس" (Ben Rhodes) د ټولو ځواکونو د اېستلو یا د صفر انتخاب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، داهغه احتمال دی چې چارواکي یې په اړه غور کوي. دا وینا د امریکايي چارواکو له مخکینیو څرګندونو سره چې ویل به یې؛ زرګونه پوځیان به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې پاتې شي؛ په څرګند تضاد کې وه.

رویټرز خبري آژانس لیکي، د ولسي جرګې ځینو غړو چې د ښاغلي بېن څرګندونو وارخطا کړي وو؛ ویلي، چې که واشنګټن له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي؛ نو ښايي په افغانستان کې یوځل بیا مصیبت او کورنۍ جګړه پیل شي.

امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن په دې نظر دی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته باید د شپږزرو او پنځلس زرو ترمینځ سرتېري په افغانستان کې پاتې شي؛ څو د تروریزم پرضد جګړه وکړي او افغان ځواکونه وروزي. خو امریکايي چارواکي داهم وايي، چې سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې تردې د لږ شمېر یعنې د درې زرو او نهو زرو ترمینځ سرتېرو د پاتې کېدو د پلان جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

د ناټو جګپوړي مقام چې مخکې یې یادونه وشوه وویل، د ده تمه دا وه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو سرتېرو دقیقه شمېره به په راروانو دوو، دریو میاشتو کې اعلان شي؛ خو ده زیاته کړه چې د چارواکو له قوله ډېر ورکړل شوي ارقام په دقت سره د رسنیو له خوا خپاره نشول.

د ناټو دې مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي؛ په بروکسل کې خبریالانو ته په څرګندونو کې زیاته کړه، ډېروخت مشخص ارقام نه بلکې هغه ارقام یادېږي؛ چې په افغانستان کې د نړیوالو د پوځي ماموریت د سرته رسولو لپاره په کار دي.

متحدایالات له خپلو اروپايي متحدانو تمه لري؛ چې په افغانستان کې د ټولو پاتې کېدونکو سرتېرو د شمېر څه باندې دریمه برخه ځواک برابر کړي. د ناټو دې مقام زیاته کړه، هغه پوځي اډې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به نړیوال ځواکونه خپل عمیات ترې تنظیموي هم ښايي په ناڅاپي ډول راکمې شي؛ یعنې په راتلونکو څه کم دوو کلونو کې باید ۲۲۶ اډې وتړل شي.

یادشوي مقام زیاته کړه، نړیوال ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته د بګرام له پوځي اډې بهر او د کابل هوايي ډګر ته نژدې فعالیت کوي، دفترونه به یې په کابل کې او کارکوونکي به یې د افغان ځواکونو په تعلیمي مرکزونو کې وي. د ناټو د دې مقام په وینا، له ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالوځواکونو شمېرې ته په پام سره پوځي سلاکاران ښايي د افغانستان مهمو زونونو ته واستول شي او یا د روزونکو ګرځنده ډلې استخدام شي چې له یوه زون څخه به بل ته ځي او افغان ځواکونه به روزي.

رویټرز خبري آژانس د خپل راپور په دوام زیاتوي، دا حقیقت چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د اېستلو یا په اصطلاح د صفر انتخاب په اړه د جګپوړو پلان جوړوونکو نظر نه دی اخیستل شوی، ښيي چې دې احتمال ته د اوباما ادارې په ډېر جدیت سره نه و کتلي.

څارونکي وايي، د اوباما ادارې ښايي له دې نظریې هغه مهال چې د افغانستان او امریکا مشرانو په واشنګټن کې د امریکايي سرتېرو د مصوونیت په ګډون د دواړو هېوادونو د اړیکو پر راتلونکې خبرې کولې پر افغان ولسمشر د فشار راړلو لپاره د یوه تکتیک په توګه کار اخیستی وي.
XS
SM
MD
LG