د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتیرو وتلو په اړه بېلابېل غبرګونونه


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې نوی مهلت اعلان شو، په افغانستان کې د افغانانو د اندېښنو په اړه یو مفصل راپور خپور کړی.

ورځپاڼې له عامو خلکو او افغان سیاستوالو سره د خبرو پر بنسټ له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د نوې پرېکړې په وړاندې بېلابېل غبرګونونه، چې یو یې له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې ترلاسه شویو بریاوو ته له ورپېښو ګواښونه وېره ده، رااخیستي دي.

ولسمشربارک اوباما د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه به تقریبا ټول امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

په وروستیو څو کلونو کې د پوځي عملیاتو او هوايي حملو له وجې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په وړاندې غوسه تریو حده له دې وېرې سره انډول شوه چې که ټول نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي په دې هېواد کې به څه پېښ شي.

د ولسمشربارک اوباما له دې اعلان وروسته چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت به سږکال پای ته ورسوي او له ۲۰۱۶ کال وروسته به پاتې ۹۸۰۰ سرتېري هم وباسي، په افغانستان کې د امریکا د حضور په اړه دوه ګوني احساسات بیا را څرګند شول.

نیویارک ټایمز له چارواکو او پانګوالو سره د مرکو په استناد لیکي چې په دوی ټولو کې یو نظر مشترک دی او هغه دا چې هم وخت کم په پام کې نیول شوی او هم د سرتېرو شمېر.

نیویارک ټایمز لیکي، اکثر افغانان نه غواړي چې د تېرو دوو لسیزو د کورنۍ جګړې ترخې تجربې تکرار شي او د سې شنبې تر ورځې د ولسمشر بارک اوباما د اعلان تر وخته عمومي تصور دا و، چې امریکا له افغانستان سره د امنیتي، دفاعي تړون لاسلیکولو ته لېوال دی، په دې معنا چې امریکايي ځواکونه به تر لسو نورو کلونو او یا له هغه وروسته هم په افغانستان کې وي.

که څه هم دا تړون تراوسه نه دی لاسلیک شوي خو د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي دواړو ویلي دي چې واک ته له رسېدو سره سم به یې لاسلیک کړي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي اغا لالي ورځپاڼې ته ویلي، امریکايانو ژمنه کړې وه، چې ترهغه وخته به په افغانستان کې پاتې کېږي چې افغانان د خپل هېواد دفاع وکولای شي.

آغا لالی وايي، د افغانستان حالت تر اوسه هم بې ثباته دي خو نیویارک ټایمز لیکي، ان هغه کسان چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د اړتیا په اړه یې شک درلود اوس د دوی پاتې کېدل غواړي.

ورځپاڼه د کندهار ښار د یوه اوسېدونکي احمدجان له قوله لیکي چې وايي، سمه ده، امریکایان دې پوځي عملیات نه کوي، کلیو ته دې نه ځي، خو په خپلو مرکزونو کې دې وي او یوازې افغان ځواکونو ته دې روزنه ورکوي.

احمدجان چې په کندهار ښار کې د زرګرۍ یو دکان لري وايي یولک امریکايي عسکرو طالبان مات نشو کړای خو افغان ځواکونو ثابته کړې چې تر امریکایانو ښه جګړه کوي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي په افغانستان کې یو عمومي نظر دا دی چې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي او د دې ستونزې حل امریکا ته ورله غاړې دی.

خو د ورځپاڼې په وینا یو علت چې په افغانستان کې یې عمومي ناامېدي رامینځ ته کړې ده هم همدا دی چې امریکا له پاکستان سره چې د طالبانو اکثر مشران پکې دېره دي نه غواړي پوځي مقابله وکړي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشرکرزی هم له پاکستان سره د نژدېتوب په خاطر پر امریکا انتقادونه کوي.

ارګ د ولسمشراوباما د وروستي اعلان په اړه په غبرګون کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کوي خو په یو بیان کې یې دا یادونه هم کړې چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان د ختیځ پر کلیو توغندي ولي، خو د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ او په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګهم ویلي چې په دې خبرونو کې مبالغه شوې.

ځینې څارونکي اندېښنه لري چې د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته د دومره لنډ مهلت ټاکل به طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې د امریکايي پوځيانو وتلو ته انتظار وکړي.

د دوی بله اندېښنه دا ده چې د لنډ مهلت ټاکل به د افغانستان کمزوری اقتصاد ښايي له نورو ګواښونو سره مخامخ کړي.

یو زیات شمېر افغان سیاستوال چې د لویدیځوالو په نظر مترقي دي د ولسمشراوباما د وروستۍ وینا په غبرګون کې وېره ښيي او وایي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به سخت دریځو ته موقع برابره شي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته ښځو او اقلیتونو ته ورکړل شوي حقوق بیا تر پښو لاندې کړي.

نیویارک ټایمز د ولسي جرګې د غړې فوزیې کوفي له قوله لیکي چې وايي د افغانستان حکومت او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي نو ځکه د لږترلږه لسو راتلونکو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې مستقیمو او وروسته بیا د پنځو نورو کلونو لپاره غیرمستقیمو مرستو ته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG