د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

لس کاله نور هم په افغانستان کې پاتې کېدل


نړيوالو رسنیو په افغانستان د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو او د دوی له خوا د خپلو زغره والو وسایطو د تخریب په اړه مطالب خپاره کړي دي.

هرالډ انلاين:

د امريکا هرالډ انلاين خپرونې د افغانستان په اړه يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: "لس کاله نور هم په افغانستان کې پاتې کېدل."

د ليکنې په پيل کې راغلي:

د اوباما اداره هڅه کوي، پر افغان حکومت په فشار راوستلو سره امنيتي او دفاعي تړون لاسليک کړي، چې له مخې به يې امريکايي پوځيان تر ٢٠٢٤م کاله پورې، يعنې د لسو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې وي.

خپرونې د NBC نيوز ټلويزيون د معلوماتو پر اساس ليکلي، افغان چارواکي غواړي چې؛ له ١٠زرو نيولې تر ١٥زرو پورې امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې وي، خو امريکايي چارواکي بيا له ٧زرو نيولې تر ٨زرو پوځيانو د پاتې کېدو پر مساله غور کوي.

هرالډ انلاين خپرونه ليکي، په افغانستان کې د امريکا روانې جګړې خپل محبوبيت بايللى دى.

د خپرونې د معلوماتو پر اساس، د امريکا د پخواني ولسشمر جورج ډبليو بوش د اووه کلنې دورې پر مهال په افغانستان کې ٦٣٠ تنه امريکايي پوځيان وژل شوي، خو د اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې ١٦٧١تنه امريکايي پوځيان په افغانستان وژل شوي دي. له دې جملې ١٢٧ تنه يې يوازې په ٢٠١٣م کال کې، چې د جګړې شدت ظاهراً کم شوى و؛ وژل شوي دي.

د خپرونې په باور، رسنۍ هم افغانستان ته دومره پام نه کوي، اکثريت جمهوريت غوښتونکي هم چوپه خوله دي او فکر کوي، د جګړې په اړه د نارضايتۍ او هغه ولس ترمنځ راګير پاتې دي، چې جګړه يې نه خوښېږي.

هرالډ انلاين ليکي:

په ٢٠١٤م کال کې به دغه فکټورونه سره يو شي او امريکايي رايه اچوونکي به پر دې پوښتنه تمرکز کولو ته اړ باسي، چې امريکايي پوځيان ولې لا هم په افغانستان کې وژل کېږي؟

لاس انجلس ټايمز:

د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې ليکلي؛ چې په افغانستان کې دېره امريکايي پوځيان خپل زغروال ګاډي ويجاړوي.

ورځپاڼه ليکي، په افغانستان او عراق کې د سړک غاړې ماينونو د چاودنو په نتيجه کې د امريکا د زياتو پوځيانو له وژل کېدو سره، د امريکا پوځي چارواکو په ٢٠٠٧م کال کې د زغروالو پوځي موټرو د جوړولو فرمايش ورکړ.

لاس انجلس ټايمز ليکي، د دغو موټرو په مرسته چې د هر يوه بيه تر يوه مليون ډالرو زياته ده؛ څو تنه امريکايي سرتېري له مرګ څخه بچ شول.

د امريکا پوځ ٢٧زره دغه ډول موټرونه جوړ کړل بيا يې افغانستان او عراق ته ولېږل.

د ورځپاڼې په حواله، د امريکا د دفاع وزارت اوس په دې باور دى، چې امريکا ته د دغو موټرو بيا انتقال ګران تمامېږي.

د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند مارک رايټ ورځپاڼې ته ويلي، په افغانستان کې د دغه ډول هر موټر پر تخريب ١٢زره امريکايي ډالره لګښت راځي، په داسې حال کې چې د دغه هر موټر پر ترميم او امريکا ته يې پر انتقال ٢٥٠زره امريکايي ډالره مصرف راځي.

د امريکا پوځ په ځينو مواردو کې دغه موټرونه خرڅ کړي دي.

مارک رايت وايي، دوست هېوادونه تر اوسه حاضر شوي ٣٨٠ عرادې زغروال موټر رانيسي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه ليکي، د امريکا پوځ دغه ډول ګاډي يا موټرونه افغان پوځ ته ځکه نه ورکوي، چې د دوى په خبره پېچلې ټکنالوژي په کې کارول شوې ده.

د امريکا د دفاع وزارت وياند ويلي، په بدل کې افغان پوځيانو ته بل ډول زغروال وسايط ورکول کېږي، چې دغو ګاډو ته ورته ظرفيت لري.
XS
SM
MD
LG