د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

"د افغان پوځ په شمېر کې کموالی د طالب وسله والو حملو ته لار اواروي"


د امریکا یوه جګپوړی پوځي چارواکي په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د شمېر د کمولو په اړه خبرداری ورکړی؛ وايي، چې د افغان ځواکونو په شمېر کې کموالی به د وسله والو طالبانو حملو ته لاره اواره کړي.

په داسې حال کې چې واشنګټن په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي او افغان ځواکونو د شمېر کمول په پام کې لري د امریکا جګپوړی پوځي مقام جنرال لوید اوسټن خبرداری ورکوي چې، له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د شمېر کمول به د طالبانو فعالیتونو ته لاره اواره کړي.

جنرال اوسټن دا څرګندونې پرون د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د افغان سرتېرو د شمېر ناڅاپي کمول به په افغانستان کې د ناڅاپي تشدد او بې ثباتۍ باعث شي.

د افغان ځواکونو ناڅاپي کموالی:

جنرال اوسټن چې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وروستي پړاو څارنه کوله دا ومنله چې د افغان ځواکونو په شمېر کې ناڅاپي کموالی ښايي د طالبانو د تشدد عملیاتو ته نوره لاره پرانیزي.

دې امریکايي جنرال یادونه وکړه چې د افغان ځواکونو د شمېر زیاتول به د افغانستان حکومت ته د ځان پیاوړي کولو موقع ورکړي. خو د افغانستان دفاع وزارت له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د شمېر د کمېدو احتمال ردوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغان ځواکونو د شمېر د کمولو کوم پلان نشته:

"لږترلږه تر ۲۰۱۷ کاله د قواوو کمول هېڅ په پام کې نه دي، له ۲۰۱۷ کال وروسته افغانستان به د یوه خپلواک هېواد په توګه خپل امنیتي حالت ته په پام سره پرېکړه وکړي؛ چې آیا ځواکونه په همدې کمیت سره پاتې شي، کم شي که نور بدلونونه په کې راشي. په اوس وخت کې تر ۲۰۱۷ کاله د افغان امنیتي ځواکونو د کمیت د بدلون بحث مطرح نه دی."

افغان حکومت په وروستیو څو کلونو کې د ټولو پوځي صنفونو له نشتوالي شکایت کړی او پر نړیوالې ټولنې یې انتقادونه کوي چې د دوی د پوځي اړتیاوو په بشپړولو کې پاتې راغلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په تېره د خپل هوايي ځواک پیاوړي کول غواړي. له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د دفاع وزارت ویاند وویل چې دوی به د ټولو محاربوي صنفونو د ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکړي:

"په ځینو برخو کې ښه پرمختګونه شوي مخصوصا په دې وروستیو کې د افغانستان ملي اردو ته یوشمېر ډېر عصري زغره وال ګاډي ورکړل شوي دي. خو تراوسه هم د هوايي ځواک، زرهدار، توپچي او نورو صنفونو کې ستونزې شته. خو د افغان ځواکونو د وړتیا او ظرفیت د اوچتولو لپاره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې یو مشخص پروګرام شته.

په هرصورت، که افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه له ۲۰۱۴ کال وروسته له مرستندویانو په تېره له متحدوایالاتو سره د ملي اردو د تجهیز په برخه کې توافق ته ورسېږي ښه ترښه، له دې پرته افغانستان باید یو پوځ ولري چې د خپل دفاعي دکتورین په چوکاټ کې یې د کورني او بهرني امنیت ساتنه وکړي."

د امریکا د سنا په استماعیه غونډه کې سناتورانو ته موقع په لاس ورغله چې له جنرال اوسټن څخه له عراقه د ځواکونو د اېستلو په برخه کې د ده د ارزونو په اړه سختې پوښتنې وکړي او هغه شرایط د افغانستان له شرایطو سره مقایسه کړي.

جنرال لویداوسټن د سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې په اړه چې ترراروان کال پورې څلوردېرش زره امریکایي سرتېري له افغانستانه باسي له تبصرې ډډه وکړه. ده زیاته کړه چې په دې اړه په پرېکړو کې ده برخه نه درلوده.
XS
SM
MD
LG