د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

اوباما امریکايي قوماندانانو ته د صلاحیتونو ورکولو پلان تصویب کړ


د نړۍ اکثرو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته د نورو صلاحيتونو پر ورکړې ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما امريکايي قوماندانانو ته د دغو صلاحيتونو د ورکړې پلان تصويب کړى دى.

دغه صلاحيتونه امريکايي پوځيانو ته اجازه ورکوي چې د هوايي حملو په ګډون د وسله والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې له افغان قواوو سره خپله همکاري زياته کړي.

والستريت ژورنال:

له امريکا خپرېدونکې والستريت ژورنال ورځپاڼې د امريکا د يوه عالي رتبه دفاعي چارواکي په حواله ليکلي، چې دغه نوي صلاحيتونه لا عملي شوي نه دي.

د دغه چارواکي په حواله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، کله چې د وسلوالو طالبانو پرضد جګړه کې د ستراتيژيک پرمختګ يو ځانګړى فرصت رامنځته شي، د امريکا پوځ به کولاى شي چې د افغان قواوو په ملاتړ هوايي حملې وکړي.

د والستريت ژورنال د مطلب په حواله، دغه امريکايي چارواکي ويلي، دوى به کولاى شي چې د اوس په نسبت په اغېزناک ډول د افغان قواوو ملاتړ وکړي.

واشنګټن پوسټ:

له امريکا دې خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، دا د وسلوالو طالبانو پر ضد پراخې جګړې ته د امريکا ستنېدنه ښيي او امريکا په افغانستان کې د روانې جګړې ژورو ته ورکاږي.

واشنګټن پوسټ ليکي، امريکايي پوځيانو ته د نورو صلاحيتونو ورکول، په ټول افغانستان کې ناسم امنيتي وضعيت ښيي، په هغه هېواد کې چې محلي ځواکونه د وسله والو طالبانو، القاعده او داعش ډلو د تحرکاتو په وړاندې مبارزه کوي.

د واشنګټن پوسټ د مطلب په دوام راغلي: دغو سخت دريځو ډلو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د شمېر تر کمېدو وروسته نوى ګواښ ايجاد کړى دى.

نيوزويک:

نيوزويک مجلې هم پر دې مسئلې يوه ليکنه خپره کړې او د يوه امريکايي مقام په حواله يې ليکلي: په افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته د زياتو صلاحيتونو ورکول په مشخصو مواردو کې د اجرا وړ دي چې تطبيق يې د جنګ په ميدان کې ستراتيژيکې نتيجې لرلاى شي.

نيوزويک د مطلب په دوام زياتوي، د دې معنى دا ده چې له امريکايي سرتېرو بايد دا انتظار ونه لرو چې له افغان قواوو سره د ورځنيو ماموريتونو په اجرا کې ملګرتيا وکړي.

ايکانوميست:

ايکانوميست خپرونې بيا پر تورخم دروازې د تګ راتګ پر نويو مقرراتو چې پاکستان وضع کړي، ليکنه خپره کړې ده.

خپرونه ليکي، په څه باندې سلو کلونو کې عامو خلکو، سوداګرو او کله- کله هم تروريستانو پر دې دروازه تګ راتګ کړى دى، خو په ناڅاپي ډول د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې د دې بهير مخه ونيول شوه.

په مطلب کې راغلي، چې پاکستان د اول وار لپاره پر تورخم بشپړه سرحدي څارنه پيل کړه.

ايکانوميست ليکي، د پاکستان دغه اقدام هغو څلوېښت مليونه پښتنو ته چې د کرښې په دواړو خواوو کې پراته دي، ستونزه جوړوي.

د مطلب په دوام راغلي، د پاکستان د حکومت له خبرداري سره- سره خلک حيران وو، زياتو کسانو حتى پاسپورټ هم نه درلود چې پر تورخم د اوښتو لپاره ويزه ولګوي.

ايکانوميست خپرونه په دې مطلب کې ليکي، يوه مسافر يوه اميندواره ښځه ليدلې، چېپر سړک پرته وه او دېته انتظار وه چې د پېښور کوم روغتون ته انتقال شي.

XS
SM
MD
LG