د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

امريکا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د خپلو قوماندانانو صلاحيت زياتوي


د افغانستان دفاع وزارت د سپينې ماڼۍ د وروستي اقدام هرکلى وکړ چې ويلي يې دي، د خپلو پوځي قوماندانانو صلاحيت زياتوي، څو د وسلوالو طالبانو پر ضد د جګړې په ډګرکې د افغان قواوو مرسته وکړي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امريکا هوايي ځواک بايد هغه ځايونه هم بايد په نښه کړي، چې هلته د افغان دولت وسلوال مخالفان روزل کېږي او تمويلېږي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هغه پلان تصويب کړ چې له مخې يې د امريکا پوځ ته نور صلاحيت هم ورکول کېږي چې د وسله والو طالبانو د زياتېدونکې بلوا پر ضد په مبارزه کې د افغان قواوو زيات ملاتړ او همکاري وکړي.

يوه امريکايي چارواکي رويټرز اژانس ته ويلي، دغه پلان به له افغان قواوو سره مرسته وکړي چې د جنګ په ميدان کې نور هم برلاسي وي.

يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز اژانس ته ويلي، د سپينې ماڼۍ دا پرېکړه به د امريکا د هوايي ځواک زياتې کارونې، په ځانګړې توګه د افغان قواوو نژدې هوايي ملاتړ ته زمينه برابره کړي.

دغه نوې پاليسي په افغانستان کې امريکايي قوماندان جنرال جان نيکولسن ته صلاحيت ورکوي چې که اړتيا وه د افغانستان له متعارفو ځواکونو سره د جنګ په ډګر کې د مرستې او همکارۍ امکانات برابر کړي، مخکې دوى يوازې د افغانستان له ځانګړو ځواکونو سره دا همکاري کوله.

نوې پاليسي په افغانستان کې امريکايي قوماندان جنرال جان نيکولسن ته صلاحيت ورکوي
نوې پاليسي په افغانستان کې امريکايي قوماندان جنرال جان نيکولسن ته صلاحيت ورکوي

يو کال وروسته له هغې چې نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې خپل جنګي ماموريت پايته ورساوه او د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې يې د افغان قواوو د روزنې او سلا مشورې ماموريت پيل کړ، د امريکا د ولسمشر بارک اوباما دا پرېکړه يو وار بيا د افغانستان د شخړو په وړاندې په مبارزه کې د امريکا د ملاتړ رول تعريفوي.

ګڼو چارواکو ويلي، دغه پرېکړه چې څو مياشتې ورباندې بحث روان و، په وروستيو ورځو کې شوې او له مخې يې د امريکايي قوماندانانو صلاحيت زياتېږي، څو د وسلوالو طالبانو په وړاندې په مبارزه کې او په افغانستان کې له دېره امريکايي پوځيانو په استفاده، په سختو عملياتو کې د اړتيا پر وخت د افغان قواوو ملاتړ او مرسته وکړي.

دا مهال په افغانستان کې ٩٨٠٠ امريکايي پوځيان دېره دي، خو په مستقيم ډول په جګړه کې دخيل نه ښکارېدل.

د افغانستان دفاع وزارت د سپينې ماڼۍ د وروستي پلان د تصويب هرکلى کوي.

د دغه وزارت وياند دولت وزيري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د وسله والو طالبانو د روزنې او تمويل مرکزونه دې هم په نښه شي.

وزیري: د وسله والو طالبانو د روزنې او تمويل مرکزونه دې هم په نښه شي.
وزیري: د وسله والو طالبانو د روزنې او تمويل مرکزونه دې هم په نښه شي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زموږ ټول وخت غوښتنه همدا وه، چې دا ډلې بايد وځپل شي او ورباندې بريدونه وشي. اوس چې امريکايي چارواکو دا خبره کړې، چې پر وسلوالو طالبانو به هوايي بريدونه وکړي، ډېره ښه فيصله ده. د دې تر څنګ کومو ځايونو کې چې دوى تجهيز کېږي، تمويل کېږي، ارام اوسېږي، روزنه ورکول کېږي، هغه ځايونه هم بايد په نښه کړي."

افغان او امريکايي چارواکو ويلي، چې وسلوالو طالبانو خپل تمرکز تر ډېره پر هلمند، کندهار او ارزګان ولايتونو زيات کړى، خو د افغانستان په شمال لکه کندوز ولايت کې هم فعال دي، چې تېر کال يې د دغه ولايت مرکز د څو ورځو لپاره ونيوه.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، امريکا د وسلوالو طالبانو پر ضد هوايي حملې د ٢٠١٤م کال په پاى کې ودرولې، خو په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش ډلې په وړاندې يې خپلو هوايي حملو ته ادامه ورکړې ده.

خو افغان قواوو ته د جدي خطر په صورت کې او يا د ځان د دفاع لپاره د امريکا د پوځ محدودو حملو ته اجازه وه.

د پوځي چارو کارپوه حى ګل سلېمانخېل
د پوځي چارو کارپوه حى ګل سلېمانخېل

د پوځي چارو کارپوه حى ګل سلېمانخېل ازادي راډيو ته وويل، پر وسله والو طالبانو د هوايي بريدونو زياتول، ښايي دغه ډله د سولې خبرو ته مجبوره کړي:

"امريکا د طالبانو او پاکستان په مقابل کې خپل دريځ سخت او قوي کړى دى. طالبانو ته به ممکن ضربې ورکړل شي او د دغو تعزيراتو په رڼا کې به دوى د سولې خبرو ته حاضر شي."

افغان حکومت له دوو کلونو راهيسې هڅه کوي وسلوال طالبان د سولې مستقيمو مذاکرو ته حاضر کړي، خو تر اوسه په دې اړه هڅو د پام وړ نتيجه نه ده ورکړې.

په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يوه چارواکي رويټرز اژانس ته ويلي، د امريکا متحدو ايالتونو په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو پر مهال د بيارغونې په مليارډونو ډالره ضايع کړي او د وسلوالو طالبانو تازه شوې بلوا په افغانستان کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG