د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په افغانستان کې د القاعده شبکې د پياوړي کېدو په اړه اندېښنې


د القاعده د پخواني مشر اوسامه بن لادن له وژل کېدو پنځه کاله وروسته په دې اړه چې دغه ډله له نویو متحدینو سره بېرته په افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې ده، اندېښنې راپورته شوي دي.

بریتانوۍ انډيپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د القاعده د حضور د پیاوړي کېدو په اړه د دغې ډلې نوي جهادي متحدین د اسلامي دولت ډله او طالبان بللي دي.

اوسامه پنځه کاله مخکې د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتې په دوهمه امریکایي ځانګړو ځواکونو د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې وواژه.

امریکایي چارواکو د هغه وژل پر دغې ډلې سخت ګذار بللی و خو په دې وروستیو کې یو شمېر امریکایي چارواکو په افغانستان کي د القاعده د بیا پیاوړي کېدو خبره کړې ده.

د انډیپنډنټ په لیکنه، القاعده بیا په افغانستان کې چې د نړۍ یوه ناکراره سیمه ده سر را اوچت کړی چې له اسلامي دولت ډلي یا داعش او طالبانو سره جهاد مخ ته یوسي او د لوېدیځ چې هڅه یې کړې دغې جګړې ته شاه کړه، پښې بیا په دغه کړکېچ کې ښکېلوي.

امریکایي چارواکو تر ډېره وخته د القاعده د حضورد پیاوړي کېدو په اړه راپورونه کم اهمیته بللي و خو کله چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال جنرال جیف بوچانان پردې خبرې اعتراف وکړ چې که تېر کال ته ځیرشئ یو زیات شمېر استخباراتي راپورونو په افغانستان کې د القاعده له پنځوسو نه ترسلو پورو د غړیو د حضور اټکل کړی و خو کله چې موږ دا وموندله چې یوازې په یوه کمپ کې د القاعده له ۱۵۰ زیات غړي فعال و، افغانستان ته د القاعده د بیا راګرځېدو پرمسلې ډېرې اندېښنې راپورته شوې.

د شاوخوا دېرش کیلومتره مربع په ساحه کې دغه کمپ د کندهار په لېرې پرتې ولسوالۍ شورابک کې فعال وچې امریکایي ځواکونو د دوورځو شدیدوعملیاتو او ۶۳ هوایي حملو په نتیجه کې بېرته ونیو.

ویل کېږي چې دا د القاعده تر ټولو لوی کمپ دی چې په افغانستان کې موندل کېږي.

د انډیپنډینټ په لیکنه د افغانستان د دفاع سرپرست وزیرمعصوم ستانیکزي د دې هڅه کړې وه چې وښیي القاعده بیا ډېره فعاله شوې او افغانستان ته یې جدي ګواښ متوجه کړی دی.

هغه ویلي والقاعده د لویو حملو لپاره ځان تیاروي، دا ډله د نورو شبکو ترشاه فعالیت کوي، د هغوی ملاتړ کوي او خپلې تجربې ورسره شریکوي.

القاعده نور زیاتې ویناوې نه کوي خو هغه یولوی ګواښ دی.

په وروستیو کې ناټو په یوې څېړنه کې دا وموندله چې د القاعده وسله وال په اوس وخت کې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې فعال دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته که څه هم هغه سیمې چې القاعده په کې فعاله ده ونه ښودې خو په افغانستان کې یې د القاعده د بیا فعاله کېدو مسله تایید کړه:

"په نږدې وخت کې بیا هم د القاعده ګنګوسې شروع شوې دي او په ځینو ځایونو کې یې مالي او ترهګریز فعالیتونه په افغانستان کې شروع کړې دي."

د انډیپنډنټ په وینا د امریکا ولسمشربارک اوباما هیله من وچې د خپلې جمهوري ریاست په دو دورو کې د عراق او افغانستان جګړو په پای ته رسولو سره به د ځان لپاره په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړي خو لیدل کېږي چې امریکایي ځواکونه بېرته د افغانستان په جګړه کې ښکېل کېږي.

په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکولسن سنا ته د طالبانو او القاعده د اړیکو د نږدی کېدو خطرجدي بللی او ویلي یې وچې دی به په دې هېواد کې د نا امنیو زیاتوالي ته په پام سره پر هغه مخکیني پلان غور وکړي چې له مخې یې راتلونکې کال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر۵۵۰۰ ته راکمېږي.

د چارو یو شمېر کار پوهان وایي د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره نړیوال باید په تیره بیا د دې هېواد د امنيتي ځواکونو د پیاوړي کېدو لپاره مرستې زیاتې کړي که نه القاعده او نورې ډلې به بیا پر افغانستان خپل نفوذ ټینګ کړي.

د ولسي جرګې غړي نذیراحمد احمدزی هم ازادي راډیو ته دا مسله مهمه وبلله:

"که چېرې امریکا هغه ژمنې چې زموږه امنیتي سکټور یا افغان دولت سره یې کړي دي هغه سرته ونه رسوي نو دا جرړې بېرته غټېدلی هم شي او هماغه رقم نیالګي او ونې ترې جوړېدلای شي."

انډیپنډنټ وړاندې د بریتانیا د پخواني صدراعظم توني بلیر هغه خبره را اخیستې چې ویلي و، د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو د رژیم له ړنګولو وروسته به موږ افغانستان بیا پرینږدو، خو د ورځپاڼې په باور دا هغه څخه دي چې عملاً پېښ شوي.

هغه منابع چې د افغانستان د رغولو او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د پیاوړي کېدو لپاره ورته اړتیا ده کمې شوي.

د ۳۵۲ زره کسیز افغان پوځ د تشکیل د پوره کولو لپاره د نویو پوځیانو د روزنې پروګرام پڅ شوی چې په جګړو کې افغان امنیتي ځواکونو ته رسېدلو تلفاتو ته په پام سره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې د پرسونل د کمښت ستونزې راپورته کړې دي.

په تېرو دولسو میاشتو کې ۱۶ زره افغان پولیس او سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي چې دا د مخکیني کال په نسبت افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په سلو کې ۲۸ زیاتوالی دی.

د اندیپنډنټ په لیکنه، نوي افغان ولسمشر اشرف غني داسې فکر کړی و چې که په پاکستان کې د قدرت اصلي مرکز ته چی ویل کېږي طالبان حملو ته هڅوي، د مرستې لاس اوږد کړي نو هغوی به طالبان د سولې د خبرو مېزته کښېنوي او په دې توګه به شخړې پای ته ورسېږي، خو داسې ونه شول، افغانستان نن ورځ د پراخو جګړو په داسې ځای بدل شوی چې لوبغاړې ېې تروریستي مختلفې خونړۍ ډلې دي.

XS
SM
MD
LG