د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د شکيل افريدي پلويان: امریکا ښاغلی افريدي هېر کړ


پنځه کاله وشول چې د ډاکټر شکيل افريدي د واکسينو د پروګرام له لارې امريکا وتوانېده چې د اسامه بن لادن ځای معلوم کړي او هغه ووژني.

له هغه راهيسې ډاکټر شکيل افريدي د پاکستان په يوه زندان کې بندي دی.

د شکيل افريدي پلويان وايي چې امریکا له پاکستان سره د اړيکو ښه کولو په هلو ځلو کې ښاغلی افريدي هېر کړ.

د شکيل افريدي مدافع وکيل وايي چې امریکا د پاکستان پر حکومت فشار نه شي راوستلای خو کولای شي تر پردې شاته د شکيل افريدي د راخوشې کولو لپاره کومه موافقه وکړي.

پنځه کاله کيږي چې ډاکټر شکيل افريدي د پاکستان په زندان کې بندي دی. پر ده له سخت دريځو سره د تړاو تور دی او په ۲۳ کاله بند محکوم شوی دی.

د ډاکټر شکيل افريدي ورور جميل افريدي فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د ورور د ليدو هيڅ هيله نه لري او نه هم فکر کوي په دې اړه به عدالت وشي.

ويل کيږي چې افريدي تر پنځوسو کلونو زيات عمر لري او د درويشت کلن بند په خاطر استناف محکمې ته د ده مراجعه بې نتيجې پاته شوې ده.

د پخواني مشر جراح، ډاکټر شکيل افريدي مدافع وکيل قمر نديم ازادي راډيو ته وويل چې وروستی ځل يې له خپل مؤکل سره په ۲۰۱۲ کال کې ليدلي او له هغه وروسته له ډېرو هڅو وروسته هم د زندان د چارواکو او کورنیو چارو وزارت له خوا ورته اجازه نه ورکول کيږي چې له ښاغلي افريدي سره وویني.

د پخواني مشر جراح، ډاکټر شکيل افريدي مدافع وکيل قمر نديم
د پخواني مشر جراح، ډاکټر شکيل افريدي مدافع وکيل قمر نديم

ښاغلي ندیم زیاته کړه:

"وکيلانو ته له ښاغلي افريدي سره د لیدو اجازه نشته. د هغه وروڼو ته هم اجازه نشته.يوازې يې مېرمنې او اولادو ته اجازه شته چې په زندان کې له ده سره وويني."

د قمر نديم په وينا، پر شکيل افريدي تور دی چې د ممنوع اعلان شوي اسلامي سخت دريځې ډلې لشکر اسلام سره يې تړاو درلود او د هغوی جنګياليو ته يې روغتيايي اسانتیاوې او مالي مرستې ورکولې.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، شکيل آفريدي په ايبټ آباد کې د تور ژیړي پر ضد د واکسينو پروګرام پر مخ ووړ.

دغه پروګرام د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې له خوا اداره کېده څو سیمې له کورو د ډي اين اې سمپلونه ټول کړي او د اسامه بن لادن تر کوره ورسیږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلی افريدي د سېف دي چلډرن ادارې له خوا دغه پروګرام ته ګومارل شوی وو خو دغه اداره له دې قضیې سره هر ډول تړاو ردوي.

ښاغلی افريدي د سېف دي چلډرن ادارې له خوا دغه پروګرام ته ګومارل شوی وو خو دغه اداره له دې قضیې سره هر ډول تړاو ردوي.
ښاغلی افريدي د سېف دي چلډرن ادارې له خوا دغه پروګرام ته ګومارل شوی وو خو دغه اداره له دې قضیې سره هر ډول تړاو ردوي.

په ۲۰۰۰مه لسيزه کې اسامه بن لادن او د ده کورنۍ په ايبټ اباد کې د پاکستان پوځي اکاډمۍ ته نږدې اوسېدل پيل کړل.

د فرانسې خبري اژانس د راپورله مخې، يو شمېر څېړونکي وايي، د پاکستان پوځي افسرانو د بن لادن د کور خونديتوب هم کاوه.

خو د ۲۰۱۱میلادي کال د مې په دوهمه نېټه د امریکا دوې هليکوپټرې د بن لادن په کور کې کښته شوې او دی له خپلې کورنۍ سره د امریکايي ځواکونو تر حمله لاندي راغلی.

د اسامه بن لادن وژل کېدل د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له لويو برياوو څخه یوه او القاعده ته لويه ضربه ګڼل کيږي.

له دې حملې وروسته، شکيل افريدي د سخت دريځو سره د تړاو په تور زندان ته ولېږل شو.

د اسامه بن لادن وژل کېدل د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له لويو برياوو څخه یوه او القاعده ته لويه ضربه ګڼل کيږي.
د اسامه بن لادن وژل کېدل د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له لويو برياوو څخه یوه او القاعده ته لويه ضربه ګڼل کيږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، څېړونکي وايي پاکستان شکيل آفریدي ته د امریکا له خوا د اسامه بن لادن په وژل کېدو کې د مرستې په خاطر سزا ورکړه او د دې پر ځای چې ښاغلی آفريدي له بهرنۍ استخباراتي ادارې سره د تړاو په ملي خيانت تورن کړي، له سخت دريځو سره يې په تړاو تورن کړ ځکه چې د ملي خيانت د قضيې په صورت کې په پاکستان کې د بن لادن د ساتل کېدو خبرې ته پام اووښت.

په ۲۰۱۴میلادي کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما يو قانون تصويب کړ چې له مخې یې له پاکستانه د ښاغلي آفريدي د نيول کېدو پر سر ۳۳ میليونه ډالره مرستې قطع شوې.

د امریکا کانګریس له هغه راهيسې چې شکيل آفریدي په پاکستان کې زنداني شوی، هرکال پاکستان ته د امریکا له مالي مرستو څخه ۳۳ میليونه ډالره ګرځوي.

له هغه وروسته د شکيل آفريدي ۳۳ کلنه د بند سزا کې ۲۳ کاله ته کمه شوه.

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، سږکال د امریکا کانګريس غواړي پر پاکستان فشار زيات کړي او تر دې هم زیاتې مالي مرستې ورباندي قطع کړي څو دغه هېواد شکيل آفريدي راخوشی کړي.

د شکيل آفريدي مدافع وکيل قمر نديم وايي:

"فکر نه کوم امریکا د پاکستان پر حکومت فشار راوستلای شي خو تر پردې لاندې ښايي دوی یو څه وکولای شي."

يو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې امریکا ځکه پر پاکستان زیات فشار نه راولي چې غواړي دغه هېواد له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې په بهير کې مرسته وکړي.

د شکيل آفريدي پلويان هم وايي چې امریکا له پاکستان سره د اړيکو ښه کولو په هلو ځلو کې ښاغلی آفريدي هېر کړ.

XS
SM
MD
LG