د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

"د اسامه پر ضد عملیاتو کې له سټلایټونو او موبایل ټیلفونونو څخه کار اخیستل شوی"


امریکایي کماندو ګانو چې، د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې په دوهمه په ایبټ آباد کې اسامه بن لادن وواژه، د امریکا له هغو سټلایتونو څخه یې کارخیستی و چې پاکستان ته یې متوجه کړي وو. دې سټلایټونو برقي سیګنالونه اخیستل او معلومات یې راټولول.

راپور وایي چې، د امریکا د ملي امنیت ادارې هغه مهال په پاکستان کې د القاعده شبکې دغړیو لینې او موبایل ټیلفونونو ته لار کړې وه او د خاص پام وړ مکالمې او خبرې به یې اوریدلې.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې څیړونکي وایي؛ د یوه ټيلفون جغرافیایي موقعیت یې معلوم کړ او دا ټیلفون په ایبټ آباد کې د اسامه له استوګنځای سره وصل و.

د اسامه بن لادن د ځای معلومولو او وژلو عملیات محرم ساتل شوي او جزیات یې د امریکا د ۲۰۱۳ کال استخباراتي لګښتونې پا مالي راپور کې تر "توره بودجه" تر عنوان لاندې ثبت او قید شوي دي.

دا معلومات واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د امریکا د استخباراتو پخواني کارکوونکي اډوارډ سنوډن ورکړي چې؛ د اسامه بن لادن د وژنې عملیاتو ته یې یوه لنډه اشاره کړې ده.

په اسنادو کې ویل شوي چې، د اسامه بن لادن د استوګنې پر کور باندې له عملیاتو څخه اته ساعته وروسته د هغه له بدن څخه پر اخیستل شوو نمونو باندې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د استخباراتي ادارې په یوه لابراتوار کې د DNA آزمیښت وشو او هویت یې تصدیق شو.

د امریکا د استخباراتو په مالي راپور کې دا هم څرګنده شوې چې؛ په ایبټ آباد کې د اسامه د استوګنې پر ځای باندې له عملیاتو څخه یوه میاشت وړاندې د هغه د ځای تصویرونه اخیستل شوي وو او عملیات اجراکولو ته برابر شوي وو.

اسناد ښیي، چې "سي آی اې" دغه راز یو پاکستانی ډاکټر او نور روغتیایي کارکووني وګمارل چې؛ د اسامه بن لادن له کور څخه د ډوډۍ نمونې راټولې کړي؛ تر څو معلومه کړي چې، په دغه کور کې غوښتل شوی کس ژوند کوي.

د پاکستان یوې محکمې ډاکټر شکیل اپریدی د ۲۰۱۲ کال می میاشت کې د دولت پر ضد دسیسې جوړولو په جرم محکوم کړ.

د پاکستان یوه جګ پوړي قضایي هیات د پنجشنبې په ورځ پر اپریدي باندې د ۳۳ کاله بند سزا رد کړه او له سره د بلې محاکمې غوښتنه یې وکړه.

د امریکا د بودجې په اسنادو کې دا هم ښودل شوي چې استخباراتي ادارو د ۲۰۱۱ کال سپټمبر میاشت کې د اسامه بن لادن له استوګنځای څخه د تر لاسه شویو کمپیوترونو او نورو اسنادو د څيړنې په مقصد دوه نیم میلونه ډالر لکولي دي.
XS
SM
MD
LG