د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

پېښور: وسله والو د شکيل اپريدي مدافع وکيل په ډزو وژلى


نامعلومو وسله والو د سې شنبې په ورځ ناوخته د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ته نزدې د ډاکټر شکيل اپريدى مدافع وکيل سميع الله اپريدى په ډزو وژلى دى.

د پېښور ښار د امنيتي چارواکيو په وينا، په کمين کې ناستو وسله والو هغه مهالد پېښور ورسک روډ متهرا سيمې ته نزدې د سميع الله اپريدي پرموټر ناتاره ډزې وکړې، چې نوموړى کور ته په لار و.

سميع الله اپريدى د ډاکټر شکيل اپريدى پخوانى مدافع وکيل و، چې څه موده مخکې يې د نامعلومو وسله والو له خوا د مرګ د ګواښونو له امله له دې دوسيې لاس واخيست او له پاکستانه بهر لاړ.

ډاکټر شکيل افريدي هغه څوک دى، چې په ٢٠١١م کال کې يې د خيبر پښتونخوا د ايبټ اباد په بلال ټاون کې په پټه مېشت د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د امريکا د استخباراتي ادارې سی اي ای مرسته کړې وه او ددغو معلوماتو راغونډولو لپاره يې ماشومانو ته د پوليو واکسين جعلي کمپايين چلولی و.

نوموړى د پاکستان حکومت پر ٢٠١٢م کال په خيبرايجنسۍ کې له يوې وسله والې ډلې سره د اړيکيو په تور ونيوه او د ايف. سي. آر قانون له مخې يې په ٣٣ کالو بند محکوم کړ.

د پېښور ښار يوه امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، نامعلومو وسله والو له پخوا راهيسې ډاکټر سميع الله اپريدي ته د مرګ ګواښونه ورکول، چې له امله يې نوموړي د ډاکټر شکيل اپريدي د دوسيې دفاع پرېښوده، دوبۍ ته لاړ او څو ورځې مخکې بېرته پېښور ته راستون شو.

بل خوا فهد مروت چې ځان د جندالله وسله والې ډلې وياند معرفي کوي، رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې ډاکټر سميع الله اپريدى دوى وژلى، ځکه چې هغه د هغوى د دښمن ډاکټر شکيل اپريدي دفاع کوله.

سميع الله اپريدي څه موده مخکې رويټرز تلويزيون ته په خبرو کې ويلي وو، چې ځينې ډلې يې نه پرېږدي، چې د ډاکټر شکيل اپريدي دوسيه وچلوي، نو ځکه يې کورنۍ او ده ته د مرګ ګواښ کوي.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړو ځواکونو د ٢٠١١م کال په مۍ کې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د ايبټ اباد سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.

تردې پېښې وروسته امريکا ډاکټر شکيل اپريدى له دې امله اتل ونوماوه، چې د اسامه بن لادن په موندلو کې يې ورسره مرسته کړې وه.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG