د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ایا د امریکا د وروستي هوايي برید په اړه د طالبانو نوې ادعا سمه ده؟


د کابل شېرپور سیمه چېرته چې تېره اوونۍ د امریکا بې پیلوټه الوتکې د القاعده مشر ایمن الظواهري وواژه.
د کابل شېرپور سیمه چېرته چې تېره اوونۍ د امریکا بې پیلوټه الوتکې د القاعده مشر ایمن الظواهري وواژه.

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې مواد کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د جولای د ۳۱ مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.

د امریکايي چارواکو په وینا په دې حمله کې له هیل فایر ډوله توغندي څخه کار اخیستل شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د آزادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه پیغام کې لیکلي دي، چې په دې برید کې له داسې موادو کار اخیستل شوی دی چې هرڅه یې له منځه وړي او د ده په وینا دوی حتی د برید په ځای کې د چا جسد هم نه دی موندلی.

دا خبره څومره ممکنه ده؟ د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د هیل فایر توغندیو پر څرنګوالي خبرې کړي.

له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې ښاغلی ندیم لومړی دې پوښتنې ته ځواب وايي، چې د طالبانو بیان د امریکايي چارواکو له ادعا سره څومره سمون لري؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:31 0:00

XS
SM
MD
LG