د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

پر الظواهري د برید نوی اړخ؛ طالبان: د امریکا برید هر څه له منځه وړي


د کابل شېرپور سیمه چېرته چې تېره اوونۍ د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري ووژل شو.
د کابل شېرپور سیمه چېرته چې تېره اوونۍ د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري ووژل شو.

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې باروت کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي.

نن شنبه د اګسټ ۶ نېڼه د القاعدې ډلې پر مشر ایمن الظواهري برید اوومه ورځ ده، خو د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د مرګ خبر چې د امریکا ولسمشر جو بایډن یې اعلان کړی نه رد او نه تایید کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په دې اړه ورستي معلومات د اګست په پینځمه نېټه له ازادي راډیو سره شریک کړل ویلي، تر اوسه د ایمن الظواهري په استوګنځای کې د څېړنو په ترڅ کې کوم جسد نه دی موندلی.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته په یو رالېږلی لیکلي پیغام کې ویلي: "تر اوسه دغه ټوله موضوع تر څېړنو لاندې ده. کوم جسد هم موږ لا نه دی موندلی، ځکه هلته داسې باروت کارول شوي چې هرڅه یې کاملاً له منځه وړي."

مخکې د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، چې پر ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یې “هل فایر R9X” راکټ کارولی دی.

د یو شمېر نړیوالو او امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې “هل فایر R9X” راکټ چې 1,6 متر اوږدوالی لري،د چړو په څېر ۶ تېغه لري، جانبي زیان اړوي.

ځینې بهر میشتي افغان پوځي کارپوهان، چې د وسلو د نوعیت په اړه معلومات لري وایي یاد کارول شوی راکټ دومره تخریب نه لري چې هر څه له منځه یوسي.

له دې ډلې په روسیه کې مېشت افغان پوځي کارپوه اسدالله ندیم ازادي راډیو ته وویل، طالبان په دې ادعا سره غواړي د دې مسئلې په اړه معلومات پټ کړي.

ندیم زیاتوي: "پر ایمن الظواهري دا کارول شوی راکټ کاملًا یوه بله کټګوري وسله ده. پرتابي (توغېدونکې) ورته وایي چې چاودېدونکي توکي په کې نه شته، نو د طالبانو دا ادعا حیقیت سره اړخ نه لګوي."

ښاغلی ندیم وایي، په دې راکټ کې د تېرو چړو په شان ۶ تېغه داسې طراحي شوي چې نښتې په رسېدو حرکت کوي او یوازې هدف د همدې تېغو په وسیله له منځه وړل کېږي خو د اور لمبې نه تولیدوي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د طالبانو د حکومت له امنیتي او استخباراتي بنسټونو د ایمن الظواهري د وژلو په اړه د څېړنو نوي جزییات تر لاسه کړي، خو ویاندویانو یې تر دې دمه نور جزییات نه دي شریک کړي.

وړاندې امریکایي چارواکو ویلي، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د کابل په شېرپور سیمه کې په دغه کور کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده، خو دا چې د نوموړي کورنۍ غړي د برید پر مهال ورسره وه او کوم زیان ورته اوښتی که نه معلومه نه ده.

په دې اړه نه طالبانو او نه هم امریکایي چارواکو څه ویلي دي.

XS
SM
MD
LG