د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

ایمن الظواهري د طالبانو د نوي مشر بیعت وکړ


د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغان طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور ته بیعت وکړ. الظواهري دا خبره په هغه بیان کې کړې ده چې په انټرنټ کې یې په خپل غږ خپور کړی دی.

ایمن الظواهري په دې بیان کې ملا منصور مخاطبوي او وایي:

((زه د القاعده د جهادي امیر په توګهتاسو ته خپل بیعت وړاندې کوم؛ د شیخ اسامه او د هغه د شهیدانو وروڼو د لاروي په حیث چې د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد بیعت یې کړی و؛ خدای پاک دې پر ټولو رحم وکړي.))

د تېر کال له سپټمبر میاشتې راوروسته دا د ایمن ظواهري په نوم لومړی پیغام دی چې خپریږي. دا پيغام لس دقیقې دی.

د القاعده شبکې مشر دا اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې د طالبانو یو شمېر مشرانو د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی دی او دوی غواړي چې د ملا محمد عمر له دوو زامنو عبدالمنان او ملایعقوب څخه یو د هغه ځای ناستی شي. بل لور ته د دغو اختلافاتو له کبله ځینې طالبان له داعش سره یوځای شوي دي.

په افغانستان کې امریکایي برید جنرال ویلسن شوفنر د پنجشنبه په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل؛ د اوس لپاره داعش په افغانستان کې لاره موندلې ده؛ خو دا ډله په دې هېواد کې هغسې پیاوړې نه ده لکه په عراق او سوریې کې چې یې پراخې سیمې لاندې کړې دي؛ خو دا ویره شته چې په راتلونکې کې په یوه لوی ګواښ بدله شي.

برید جنرال شوفنر بیا وویل چې داعش په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه دی چې د دې جګړو قربانیان بیا هم افغانان دي. شوفنر زیاته کړه چې دا یوه امنیتي مساله ده او د امریکا د متحد ایالتونو حکومت ژمن دی چې له افغانستان سره د داسې ستونزو په مخنوي کې مرستې وکړې.

داعش ډلې ته لویدیځ د القاعده په سترګه ګوري او د اسوشیېټډ پرېس اژانس په باور سر بیره پر دې چې په نویمو میلادي کلونو کې القاعده او طالبان ډیر سره نژدې متحدان وو؛ خو د طالبانو هدف یوازې افغانستان دی او القاعده ډله غواړي چې په ټولنه نړۍ کې پر لویدیځو هدفونو بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG