د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د الظواهري پر وژنه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د القاعده شبکې وژل شوی مشر ايمن الظواهري
د القاعده شبکې وژل شوی مشر ايمن الظواهري

د لویدیځ ډېری مطبوعاتو په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو موضوع ته کتنه کړې.

نيويارک ټايمز:

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د القاعده شبکې د مشر وژل په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور له ځینو درسونو پرده پورته کوي.

د ورځپاڼې په باور دا پېښه په لومړي ګام کې دا خبره ذهن ته راولي چې ډېر کوچنی بدلون راغلی او طالبان بیا هم پر افغانستان واکمن شوي دي.

د مطلب په دوام کې لولو چې طالبانو د القاعده شبکې پېژندل شوي مشر ته پناه ورکړې وه.

خو د مطلب لیکوال زیاتوي چې له نن څخه د پوره ۲۱ کاله مخکې زمانې په څېر ظواهري په افغانستان کې په یوه امن کور کې دېره و او حتی خپل کارونه به یې د لمر د رڼا لاندې کول.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې د الظواهري وژلو په دوهم ګام کې وښودله چې د بې پيلوټه الوتکو په وسیله څارنه او له لیرې واټن څخه په نښه کول، د دې تروریستي ډلې د مشرتابه د ویشتلو ماهیت اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو تر ډېره وسلې نه لرلې خو ۲۱ کاله وروسته یې لري او دې الوتکو هغه اهداف له منځه وړي دي چې د امریکا استخباراتو او پوځ مهم اهداف بللي دي.

ګارډين ورځپاڼه:

برېتانیایۍ ورځپانه ګارډین لیکي، د ایمن الظواهري وژل د القاعده د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته دې شبکې ته تر ټولو لویه ضربه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید تاید کړی او دا یې د امریکا له لورې د " نړیوالو اصولو او دوحې له تړون " ښکاره سرغړونه بللې ده.

وړاندې په دې مطلب کې راغلې دي چې د الظواهري د وژلو پېښه د القاعده او طالبانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو لړ پوښتنې پیدا کړې دي.

ګارډین همدا راز د ملګرو ملتو د تېرې میاشتې راپور ته اشاره کړې ده چې په هغه کې ویل شوي دي چې القاعده په افغانستان کې پټنځایونه لري او په راتلونکو کلونو کې به له لرې واټن څخه د بریدونو وس پیدا کړي.

ټليګراف ورځپاڼه:

تیلګراف ورځپاڼې بیا تر ډېره د ایمن الظواهري د ژوند او فعالیتونو په اړه لیکنه خپره کړې ده او لیکي چې القاعده شبکه د ده تر واکمنۍ لاندې هغسې فعاله نه وه لکه مخکې چې وه.

تیلګراف د دې علت د کتونکو په وینا داسې څرګندوي چې د اسامه بن لادن تر مړینې وروسته القاعده شبکه ونه توانېده چې په امریکا او اروپا کې نور ترورستي بریدونه وکړي.

وړاندې لولو چې ظواهري په ۱۹۸۶ کال کې سعودي عربستان ته د سفر پر مهال هلته د القاعده شبکې له مشر اسامه بن لادن سره ولیدل او کله چې د پاکستان شمال لویدیځ ته ولاړ او هلته یې د هغو ټپیانو درملنه وکړه چې د شوروي اتحاد په وړاندې جنګېدل، نو په یو سخت دریځي بدل شو.

هغه وروسته د مصر د اسلامي جهاد له ډلې سره یو ځای شو او د نویمې لسیزې په لومړیو کې ددې ډلې مشر شو.

تيلګراف لیکي، کله چې د اسلامي جهاد ډله د اسامه بن لادن په مشرۍ د مخ پر ودې تروریستي شبکې سره یو ځای شوه، په القاعده شبکه کې یې د ظواهري موقف پیاوړی کړ.

XS
SM
MD
LG