د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

جو بايډن: هيڅکله به اجازه ور نه‌کړو چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي


د امریکا متحده ‌ایالاتو جمهور رئیس جوبایډن
د امریکا متحده ‌ایالاتو جمهور رئیس جوبایډن

د امریکا متحده ‌ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌ الظواهري وژل کېدل په اته‌ دقیقه‌يي کنفرانس کې اعلان کړل.

ښاغلي بایډن زیاته کړه، د ایمن الظواهري په وژل کېدو سره عدالت تامین شو.

د امریکا د متحده‌‌ایالاتو جمهور رئيس د افغانستان په وخت تېره شپه ناوخته په یوه ټلوېزیوني وینا کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدل تایید کړل.

د ښاغلي بایډن وینا په درې برخو متمرکزه وه. د الظواهري د وژل کېدو څرنګوالی، له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل.

بایډن وویل، په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، الظواهري په پټه په ټوله نړۍ کې د القاعده څانګې همغږې کړې او د دوی لپاره په امریکايي اهدافو برید کول لومړیتوب وټاکه.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، د متحده‌ ایالاتو استخباراتي څانګې د بوش، اوباما او ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له څارنې وروسته، د روان میلادي کال په لومړیو کې مشخصه کړه چې هغه کابل ته تللی، څو بیا له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

ښاغلي بایډن وویل، د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو برید په کره ډول پلان شوی و او په‌کې د الظواهري کورنۍ او نورو ملکیانو ته هیڅ زیان نه‌دی رسېدلی.

نوموړي وويل: "تاسې پوهېږئ، الظواهري د بن لادن رهبر و. هغه په ټول وخت کې له اسامه سره و. الظواهري دویم مشر او د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې پر مهال د اسامه مرستیال و. هغه په ژوره توګه د ۱۱سپټمبر په پېښه کې چې ۲۹۷۷ تنه په کې په امریکا کې ووژل شول، لاس لاره. "

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

ښاغلي بایډن وویل، الظواهري په امریکايي اهدافو د لسګونو بریدونو متفکر مغز و.

د امریکا جمهور رییس په خپلو خبرو کې د سپټمبر د ۱۱مې په ګډون د القاعده څو بریدونو ته اشاره وکړه.

د بېلګې په توګه په ۲۰۰۰ کال کې په یوې امریکايي سمندري بېړۍ "یو اس اس کول" برید چې ۱۷ سمندري امریکايي عسکر په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول، همدا ډول په کینیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارتونو بریدونه چې ۲۲۴ تنه په کې ووژل شول او ۴۵۰۰ تنه په‌کې ټپیان شول، دا له هغه بریدونه و چې د امریکا ولسمشر ورته اشاره وکړه او ویې ویل، ایمن الظواهري د دې بریدونو متفکر مغز او د دې بریدونو طراح و.

د امریکا جمهور رییس په خپلو خبرو کې طالبان هیڅ یاد نه کړل، خو ویې ویل، هیڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن‌ پټن‌ځای بدل شي.

ښاغلي بايډن وويل: "متحده‌ایالاتو وښوده چې له امریکا څخه د دفاع اراده، وړتیا او عزم لري او په هغو کسانو پسې ده چې غواړي موږ ته زیان رسوي. پوهېږئ، زه نن شپه یو ځل بیا روښانه وایم، مهمه نه ده چې څومره وخت وغواړي، مهمه نه ده چې چېرې پټ شوي یاست، که چېرې زموږ خلکو ته ګواښ یاست، متحده‌ایالات تاسې پیدا کوي او تاسې به له‌منځه یوسي."

هغه زیاته کړه، یو کال وړاندې یې په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته ورساوه او په خپلې هغه ژمنې چې ویلي یې و، په افغانستان کې په اغېزمنه توګه د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي، عمل وکړ.

امريکا نږدې کال وړاندې افغانستان کې خپل ماموريت پای ته ورساوه او ټول سرتېري يې له افغانستان ووتل.
امريکا نږدې کال وړاندې افغانستان کې خپل ماموريت پای ته ورساوه او ټول سرتېري يې له افغانستان ووتل.

د امريکا ولسمشر وويل: "هغه مهال چې یو کال وړاندې مو په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت بشپړ کړ، پرېکړه مې وکړه چې له ۲۰ کاله جنګ وروسته، متحده‌ایالات به د افغانستان په خاوره کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او همدا ډول د هغو کسانو د له‌منځه وړو لپاره چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، زرګونه سرتېرو ته اړتیا و نه لري."

د امریکا جمهور رئیس پر دې هم ټینګار وکړ چې هېواد به یې ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.

هغه وویل، حکومت به یې په دقیق ډول د القاعده ګواښ او څارنې ته د رسېدو لپاره، پر ته له دې چې دا په پام کې ونیسي چې له کوم ځای سرچینه اخلي، دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG