د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

براون: پاکستان دې د القاعده پرضد هڅې ګړندۍ کړي


ګوردن براون
ګوردن براون
د بريتانيا صدراعظم ګورډن براوون پرون له پاکستانه وغوښتل چې دالقاعده د مشرانو پرضد دې هڅې ګړندۍ کړي او ویې ویل چې نړۍ دې ته اړتيا لري چې پردغې ډلې چې نړي ته يې ګواښ متوجه کړې، ډيرتمرکز وکړي.

براون په ټلويزيوني مرکو کې چې پرون خپرې شوې وويل، دي داوسامه بن لادن او دهغه د مرستيال ايمن الظواهري د لټون په عملياتو کې زياتو برياليتوبونو ته سترګې په لاره دي.

براون بي بي سي ټلويزيون ته وويل چې د ده په نظر په تيرو اتو کلونو کې چې پاکستاني ځواکونو له نوري نړی سره همکاري درلوده، موږ بايد دا امکان ترلاس کړي وي چې د القاعده فعاليتونه مو شنډ کړي وي.


په واشنګټن کې د مشرانو جرګې يو راپور وايي چې امريکايي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د اوسامه بن لادن نيولو ته هغه مهال نژدې شوي ووچې دی او يوشمیر ساتونکي يې د توره بورې له غرونوواوښتل ود پاکستان قبايلي سيمې ته وتښتيدل.

په دې رپوټ کې چې د سنا دبهرنيو اړيکو د کميټې له خوا چمتو شوی، ويل شوي دالقاعده د مشراوسامه بن لادن په نيول کېدو سره ښايي ددې سخت دريځې ډلې د ګواښ مخنيوی نه وي شوی خو په دې کار سره به پريوې سمبوليکې بالقوه څيرې د هغه د بدليدو چې نن هم دې ډلې ته خلک را جزبوي، مخه نيول شوی وی.

براون له سکای نيوز ټلويزيون سره په مرکه کې وويل چې نړيوال ځوکونه په افغانستان کې خپل فعاليتونه پراخوي او پاکستان ته هم پکار ده چې د سرحد په خپله غاړه کې زيات اقدامات وکړي.

خوله دې سره سره د بريتانيا صدراعظم داومنله چې د پاکستان پوځ په وروستيو کې د وسله والو طالبانو پرضد بريالي عمليات کړي دي.
براوون وويل په وروستيو څولږو مياشتو کې، په جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانود ځپلو لپاره دپوځي عملياتوپه پيل کېدو سره موږ ديولړ پرمختګونو شاهد وو، خو خلک بيا هم پوښتنه کوي چې ولې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په دې اتو کلونو کې اوسامه بن لادن ونه نيولی شو؟. موږ په دې باور يو چې هغه په پاکستان کې دي. ولې ظواهري چې ددې ډلې دوهم مشر دي ندی نیول شوی؟

پاکستاني چارواکي کولای شي چې له موږ سره له دې زياته اغیزمنه همکاري وکړي څودايقين حاصل شي چې د القاعده د ګواښ د له مینځه وړلو لپاره په خپله پاکستان هم مبارزه کوي.

براوون زياته کړه موږغواړو له پاکستانه دزياتو اقداماتوشواهد ووينو، داچې پوځونه يې جنوبي وزيرستان ته استولي کافي ندي بلکه ټول دولتي ميکانيزم يې بايد په دې برخه کې اقدام وکړې.
XS
SM
MD
LG