د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

پيټرایوس: افغانستان ښايي راتلونکو کلونو د افراطي اسلامپالو د ودې مرکز وي


طالبان
طالبان

واشنګټن ایکزامینر:

واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان ډیویډپيټرایوس وروستیو څرګندونو ته کتنه کړې.

ډیویډپيټرایوس په یوه مطلب کې چې د اتلانتیک خپرونې لپاره یې لیکلی، ویلي چې افغانستان ښايي تر راتلونکو څو کلونو پورې د افراطي اسلامپالو د ودې مرکز وي.

پيټرایوس چې په ۲۰۱۰- ۲۰۱۱ کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشري کوله، استدلال کوي چې متحدوایالتونو په افغانستان کې د شل کلن حضور پرمهال یو لړ اساسي تېروتنې کړې دي چې د پيټرایوس په نظر د ژمنتیا نشتوالی یې یوه لویه تېروتنه وه.

د واشنګټن ایکزامینر د راپور په اساس ډیویډپيټرایوس په دې لیکنه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن اقدام ستایلی دی او دا یې یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده خو ده په عین حال کې پر دې خبره ټینګار کړی چې په کابل کې د الظواهري حضور ښيي چې طالبان افراطي اسلامپالو ته پناه ورکوي.

ډیپلومات:

ډیپلومات مجلې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د کلیزې په درشل کې یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي دي چې نړیوالې ټولنې په تېر یو کال کې هڅې وکړې څو په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې له طالبانو سره د حساب کتاب یوه منظمه تګلاره ومومي.

طالبانو له نږدې یوه کال راهیسې په افغانستان کې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د تعلیم دروازې بندې کړې دي.

د ډیپلومات د مطلب په دوام کې راغلي چې د طالبانو د حکم په اساس د افغانستان په هره ولسوالۍ کې باید یوه دولتي مدرسه فعاله وي.

ډيپلومات زیاتوي، د افغانستان د پوهنتونونو محصلان له دې کبله اندېښنه لري چې د طالبانو چارواکي دوی د هرې ورځې په تېرېدو سره پر خپلو ځانونو د محدودیتونو او سانسور لګولو ته اړباسي.

د مطلب د لیکوال په باور هغه محصلان چې په درسي ټولګیو کې کېني وېرېږي چې ښايي د مخبر یا جاسوس ټاپه پرې ولګول شي.

د ډيپلومات د مطلب په پای کې راغلي دي چې طالبان اوس غواړي د پوهنتونونو په درسي نصاب کې اسلامي مضامین زیات شي او د ډېرو مهمو مضامینو ځای ونیسي.

د ډيپلومات د مطلب د لیکوال په باور که د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو د تعلیم مخه ونیول شي نو ښايي په راتلونکو کلونو کې د هېواد په هېڅ یوه پوهنتون کې هم نجونې ونه لیدل شي.

XS
SM
MD
LG