د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

کابل کې د الظواهري وژنه او اندېښنې؛ خلک: له بلې جګړې ويره لرو


د هغه کور شاوخوا طالب جنګيالي ولاړ دي چې د القاعده شبکې مشر په‌کې ووژل شو.
د هغه کور شاوخوا طالب جنګيالي ولاړ دي چې د القاعده شبکې مشر په‌کې ووژل شو.

په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته یو شمېر کابل ښاریان وايي، د وضعیت له خرابېدو نه وېره لري.

هغه کسان چې د کابل په شېرپور او ځينو نورو سيمو کې ژوند کوي وايي، وېره لري چې په افغانستان کې بله جګړه پلان شوې ده.

اجمل چې د کابل د شیرپور سیمې اوسېدونکی دی وايي، له دې بريد وروسته دوى او د شیرپور نور ټول اوسیدونکې په وېره کې ژوند کوي.

نوموړی وايي: "زه خپله د شېرپور په سيمه کې اوسېږم. خلک ډېر ډارېږي. اوس هر څوک په دې فکر کې دي، چې بيا کومه جګړه نه وي پلان شوې، زه شخصاً وېرېږم، چې بيا جګړه پيل نه شي او خلکو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي."

د پلازمېنې يو اوسېدونکي چې د برید له ځای څخه تګ راتګ کوي، د خپل نوم له اخیستو او غږ له خپرولو پرته ازادي راډيو ته وویل چې د برید په ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه ده او کله کله د پېښې ځای ته نږدې وسله وال هم لیدل کېږي.

دغه راز د کابل یو بل اوسېدونکی زر افشان د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته په دې باور دی چې ښايي د نورو ترهګرو ډلو مشران هم په کابل کې حضور ولري.

نوموړی وايي: "نن چې نورې ډلې زموږ په هېواد کې پراخ حضور لري، موږ اندېښمن یو چې بیا به په هېواد کې د جګړو او شخړو شاهدان یو."

کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو پر کور دننه او بهر د پراخو غبرګونو ترڅنګ اندېښنې او ګڼې پوښتنې هم راولاړې کړي دي.
کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو پر کور دننه او بهر د پراخو غبرګونو ترڅنګ اندېښنې او ګڼې پوښتنې هم راولاړې کړي دي.

بل لور ته د کابل ښار یو تن هټیوال حسیب الله ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر موجودیت، چې اوس وايی وژل شوی خلک د خپل امنیت او راتلونکي په اړه مایوسه کړي دي.

نوموړی وايي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د نوموړي وژل کېدو د خلکو په کار او تګ راتګ هم اغېز کړی دی.

هغه وويل: "له هغې ورځې راهیسې چې د القاعده شبکې مشر وژل شوی، خلک خپه دي، د ښار رنګ بدل شوی او کارونه یو ځل بیا کم شوي، د تېرې اوونۍ په څېر خلک په ډاډه زړه سودا نه اخلي او کارونه کم شوي دي."

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دغې پېښې ته له اشارې پرته د امنیت د تامین خبره کوي.

د القاعده شبکې د مشر تر وژنې وروسته طالبانو امنيتي تدابير ټينګ کړي دي.
د القاعده شبکې د مشر تر وژنې وروسته طالبانو امنيتي تدابير ټينګ کړي دي.

نوموړی وايي: "زموږ د خلکو امنیت تامین دی او خلک ډاډه دي چې زموږ امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي چې زموږ د خلکو امنیت ګډ وډ کړي."

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د يکشنبې په ورځ د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه او ووژل شو.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي چې هغه کور چې د یکشنبې په ورځ په نښه شو د سراج الدین حقاني د یوه نږدې ملګري و.

د طالبانو حکومت د جزیاتو له ورکولو پرته یوازې دا برید غندلی او د نړیوالو اصولو خلاف یې بللی دی.

د پلازمېنې اوسیدونکي له وسله والو طالبانو غواړي، چې دوی دې د ترهګرو ډلو دا ډول خطرناکو مشرانو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې و اوسي او په دې ډول دې خلک نه تباه کوي.

XS
SM
MD
LG