د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

نړیوال سازمانونه: طالبان د ملکيانو خوندیتوب کې پاتې راغلي


ارشیف: طالبان په پنجشېر کې
ارشیف: طالبان په پنجشېر کې

د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت کې یوه ښځه وژلې ده.

په پنجشېر ولایت کې طالب چارواکي تاییدوي، چې یوه ښځه د یکشنبې په ورځ د دوی ځواکونو په ابشار ولسوالۍ کې وژلې ده.

د دې ولسوالۍ د پرنګال سيمې اوسېدونکې ٣٥ کلنه شريفه له خپل مېړه سره د څارويو د څرولو لپاره غره ته تللې وه، چې د وسله والو طالبانو په ډزو کې ووژل شوه.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق نن ازادي راډيو ته وویل، چې دا وژنه تصادفي وه او دوی مني چې دا ښځه بې ګناه وه.

هغه وویل: "دا ښځه په غلطۍ ووژل شوه. هغه کس چې ډزې یې کړي او د وژنې مسوول دی نیول شوی او پوځي محکمې ته سپارل شوی دی. د ولایت څخه یو پلاوی سیمې ته تللی او د مقتولې له کورنۍ سره یې لیدلي."

هغه وویل، چې د پېښې عامل نیول شوی او تحقیقات روان دي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې د احمد منير په نوم د پنجشېر ولايت د مرکز اړوند د ميلسپې سيمې يو اوسېدونکی چې شپون و، د طالبانو تر وهلو لاندې ومړ.

د طالبانو ځايي چارواکو هغه پېښه هم یوه تېروتنه بللې وه او د احمد منير بې ګناهي يې منلې وه.

تر دې مخکې د راپورونو له مخې په کندهار کې دوه ښځې د طالبانو د ځواکونو له خوا وروسته له هغه په مرمیو ولګېدې او مړې شوې چې د سورلۍ ریکشا یې د دوی چک پاینټ سره نه وه درېدلې.

په کابل کې هم د طالبانو ځواکونو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یوه ناوې په مرمیو وویشته او مړه یې کړه.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي وايي، د ملکیانو مرګژوبله ځکه دوام لري، چې د طالبانو له ځواکونو سره څوک حساب کتاب نه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي

حمیدي دا خبره په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د یوې ښځې له وژل کېدو وروسته له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړه.

حمیدي وايي: "دا د طالبانو عدم حسابدهي ښيي. دا ښيي چې طالبان د ملکیانو د خوندیتوب په برخې کې مسوولیت نه اخلي. د جنګ بندېدل په دې معنی نه دي چې نور دې په افغانستان کې انتحاري ونه شي یا بم ونه چوي د ملکیانو خوندیتوب یو لوی مسوولیت دی چې زه فکر کوم د طالبانو ډله په وار وار په دې برخه کې ناکامه پاتې شوې."

د تېر کال د اګست په پنځلسمه طالبان واک ته ورسېدل.

له دغه وخت راهیسې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت لا پسې خراب راپور شوی.

تر څنګ یې که څه هم طالبانو دا موضوع رد کړې خو په وار وار د بشري حقونو مدافع ډلو او ان ملګرو ملتونو له خوا تورن شوي، چې د خلکو په وړاندې یې زور زیاتی کړی او د خپلې عفوې له ژمنې سره سره یې سلګونه کسان تر ډېره د پخواني نظام کارکوونکي او پوځیان یا وژلي یا تري تم کړي.

XS
SM
MD
LG