د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

يو شمېر افغانان: طالبان د تلاشۍ پر مهال پر خلکو ډزې کوي


ارشيف
ارشيف

يو شمېر خلک وايي چې، د طالبانو حکومت ځواکونه له خلکو سره د چلند په باب ډېر نه پوهیږي او د ورته وضعیت په دوام سره به خلک د دوی له حکومته زړه توري شي.

د خلکو غبرګونونه وروسته له هغه راپورته شول چې د عادل په نوم يو زلموټی د جلال اباد ښار په زيړني پله کې د تلاشۍ پر مهال د طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

د نوموړي د کورنۍ یو غړي صلاح الدین مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې عادل د تلاشۍ په پوسته کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

عادل په یو دکان کې شاګرد وو او د شپې کله چې د خپلې کورنۍ له دوو غړو سره کور ته تلو، دا پېښه رامنځته شوه او دوه ملګری یي هم ټپیان شول.

عادل چې ۱۵ کلن و ننګرهار کې د طالبانو په ډزو ووژل شو
عادل چې ۱۵ کلن و ننګرهار کې د طالبانو په ډزو ووژل شو

د عادل مشر ورور میرویس په دی اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ چې له دوکانه د کور پر لور تلو نو تقریباْ د شپې لس بجې وې، موږ چې خپل کلي ته ورسېدو نو له کور سره مو اړیکه ونیوله چې دروازه راته خلاصه کړي، په دې وخت کې له فرعي کوڅې پر موږ غږ وشو چې ودرېږئ، کله چې موږ ودرېدو نو له شا پر موږ ډزې وشوې او په نتیجه کې زما ماشوم ورور عادل جان شهید شو."

د ننګرهار امنیه قومندانۍ امنيت امر ظاهر مبارز ازادي راډیو ته ویلي وه، چې د وژل شوي کس د کورنۍ لخوا په سيمه کې امنيتي ځواکونه د ياد تن په وژنه تورن شوي، خو سرتېري وايي، چې ماشوم د وسله والو غلو په ډزو وژل شوى.

مبارز وایي چې د یادې پېښې په تور یې څلور طالب سرتېري نیولي او د پېښې په اړه یې ترې څېړنې پيل کړې دي.

عادل پنځم کس دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو اتو میاشتو کې د تلاشۍ په پوستو کې د ډزو پر مهال وژل کېږي.

عادل چې وژنې يې ګڼ غبرګونونه راوپارول
عادل چې وژنې يې ګڼ غبرګونونه راوپارول

ځیني افغانان د طالبانو دا شان کړنې د اندېښنې وړ بولي او د طالبانو حکومت د خلکو په وړاندې په نه پاملرنه تورنوي.

د ننګرهار یو اوسیدونکی سلیمان وایي چې، د طالبانو د ځواکونو له لوري د عادل په وژل کېدو سره داسې غمجن شوی چې ګڼې خپل زوی یې له لاسه ورکړی وي.

نوموړی وايي: "په دې پیښه کې حکومت پړ دی، ځکه دا یوازينۍ پېښه نه ده، کونړ کې هم وشوه او دلته هم دوه – درې پېښې وشوې او هیڅوک پوښتنه نه کوي. دا د طالبانو حکومت لپاره ستونزه جوړوي او همدا اوس خلک ناراضه دي. ترڅو چې د دې قضیو عاملین ونه نیول شي او سزا ورنکړل شي، دا موضوع د خلکو په زړونو کې پاتې کیږي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:" موږ څېړنې کوو چې دا ستونزه په څه دلیل رامنځته شوې او دا هلک د چا له لوري ویشتل شوی دی. هرڅوک چې تېروتنه وکړي نو د خپلې تېروتنې جزا ویني، هیڅوک له قانونه پورته نه دی."

د طالبانو حکومت ویاندویانو د ورته پېښو په غبرګون د خلکو د شکایتونو په ځواب کې تل ویلي، چې د دوی د ځواکونو د روزلو چارې روانې دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

XS
SM
MD
LG