د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

جلال اباد: د طالبانو په ډزو کې يو ماشوم وژل شوی او دوه ژوبل دي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د وژل شوي ماشوم د کورنۍ یو غړی صلاح الدین ادعا کوي چې تېره شپه د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند زیړانو سیمه کې د طالب ځواکونو په یوه چک پاینټ کې پر هغه ریکشا ډزې کړي چې د دوی د کورنۍ درې غړي په کې له دوکان څخه کور ته د ستنېدو په حال کې وو.

نوموړی وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د عادل په نامه یو ماشوم چې شاوخوا ۱۵ کاله عمر لري، د شپې ناوخته له خپل دوکان څخه د کورنۍ دوه نورو غړو سره یو ځای د کور پر لور روان وو.

د نوموړي په خبره، وژل شوی ماشوم او دوه تنه نور په ریکشه کې سپاره وو چې د اسلامي امارت د ځواکونو په تلاشۍ یې د وسله والو غلو ګمان کړی او له وېرې ورته نه دي درېدلي چې مقابل کې د طالبانو امنیتي ځواکونو له لوري پرې ډزې شوي چې پرمهال یې د عادل په نامه وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته د طالبانو ځایي امنیتي چارواکي هم یاده پېښه تائیدوي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ امنيت امر ظاهر مبارز وایې، چې د وژل شوي کس د کورنۍ لخوا په سيمه کې امنيتي ځواکونه د ياد تن په وژنه تورن شوي، خو سرتېري وايي، چې ماشوم د وسله والو غلو په ډزو وژل شوى.

مبارز وایي چې د یادې پېښې په تور یې څلور طالب سرتېري نیولي او د پېښې په اړه یې ترې څېړنې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG