د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

کندهار کې نښته د ۲ حمله کوونکو او یوه ماشوم په وژلو پای ته ورسېده


د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د پولیسو او وسله‎والو ترمنځ نښته د دوو حمله کوونکو او یوه ماشوم په وژل کېدو پای ته ورسېده.

چارواکي وايي چې حمله کوونکي د ښځو په چادریو کې یوې ودانۍ ته وختل او پر پولیسو يې حمله وکړه.

دغه حمله دقیقاً د چهارشنبې په ماښام شپږ بجې پیل شوه.

د کندهار د څلورمې حوزې امر سردار ولي نازک په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې دوه وسله‎وال چې چاودېدونکي مواد یې په بدن پورې تړلي وو، د کندهار ښار اړوند د څلورمې امنیتي حوزې د فقیر بابا په کوڅه کې یوې ودانۍ ته پورته شول او پر پولیسو يې ډزې پیل کړې.

د نازک په وینا تر شاوخوا یو ساعت مقاومت وروسته یو حمله کوونکي په ودانۍ د خپل چاودیدونکو موادو د چاودنې پر مهال او دوهم د پولیسو په ډزو سره ووژل شو.

د حوزې د امر په وینا په دغه نښته کې پولیسو ته تلفات نه‎دي رسیدلي دوه حمله کوونکي او یو ماشوم وژل شوی او یو بل ملکي ټپي شوی دی.

نوموړی وايي:

"دوه انتحاریان چې د ښځو چادري يې ا غوستې وې زموږ پر پولیسو يې ډزې وکړې یوه انتحاري په خپله ځانته چاودنه ورکړه، بل زموږ د پولیسو له خوا ووژل شو."

غلام نبي چې په دغه پېښه کې ټپي شوی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی ازادي راډیو ته د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"ما دلته په دواخانه کې دوا را اخېسته چې ډزې پیل شوې، یوه مرمۍ زما په پښه کې لګیدلې."

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

دا په کندهار کې تر درېيو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته لومړی حمله ده چې په کم شمېر تلفاتو سره پای ته ورسېده.

راپور : محمدصادق رښتینی

پخواني:

نن چهارشنبه د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې سیمه کې دوو ځانمرګو برید کوونکو د پولیسو د تالاشۍ پر پوسته د برید له امله یو ولسي وګړی وژل شوی او بل ټپي دی.

د کندهار د څلورمې امنیتي حوزې امر سردار ولي د پېښې په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي چې د چهارشنبې ماښام په شپږ بجو دوو ځانمرګو برید کوونکو د چادریو نه په استفادې د کندهار ښار د ښوونکو د عالي موسسې ترڅنګ د یوه نانوايي د دوکان دوهم منزل ته وختل او له هغه ځایه یې د پولیسو د تالاشۍ پر پوسته ډزې پیل کړې چې د ماښام تر اووه نیمو بجو یې ادامه درلوده.

ښاغلي سردار ولي وویل چې یوه ځانمرګي ځانته چاودنه ورکړه او بل د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

د نوموړي په خبره پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د پېښې مسؤلیت هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال ده چې نن د چهارشنبې په ورځ سهار نېږدې اته بجې د کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې اړوند د شش درک ته څېرمه د یوه ځان مرګي برید له امله اته ولسي وګړي ووژل شول او پنځه ویشت نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG