د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون: د حقیقت موندنې یو نړیوال پلاوی دې روانې پېښې وڅېړي


کابل کې د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون
کابل کې د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د وروستیو جنګ جګړو په تړاو یو ځل بیا اندېښنه وښودله او د رامنځته شویو پېښو د پلټنې لپاره‌یې د حقیقت موندنې نړیوال پلاوي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې پلاوی باید ژر جوړ او خپل کار پیل کړي.

ښاغلی مشکور ټینګار کوي چې دغه پلاوی دې روانې پېښې د بشري او نړیوالو بشرپاله حقونو له اړخه وڅېړي او خپل راپور دې ملګرو متلونو سازمان او اړوندو بنسټونو ته وړاندې کړي: "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي، د امنیت له شورا، د بشر حقونو له عالي کمېساریو او له نورو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د وروستیو وحشتناکو پېښو او هغه څه چې په دې هېواد کې تېرېږي، د حقیقت موندنې لپاره دې ژر تر ژره یو پلاوی وټاکي."

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان بشر حقونو کمېسیون ویاند شکرالله مشکور

نوموړی زیاتوي چې کمېسیون د پلاوي د جوړښت په اړه هېڅ نظر نه‌لري، پلاوی باید منصفانه، بې‌طرفه متخصص او غیر سیاسي وي، څو پېښې د بشري او نړیوالو بشرپاله حقونو له اړخه وڅېړي او خپل راپور د ملګرو ملتونو سازمان او اړوندو بنسټونو ته وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا یاد پلاوی دې د ملکیانو په ځانګړي ډول د مدني فعالانو، مذهبي لږکیو، په تعلیمي بنسټونو او د رسنیو په کارکوونکو د بریدونو او وژنو بشپړې پلټنې وکړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت غوښتي چې د دغه پلاوي د رامنځ ته کېدو او وروسته‌یې د کار او پلټنې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د دغه کمېسیون له لوري په دې اړه په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي چې افغان حکومت باید ځواب ورکوونکی واوسي او مجرمینو ته د سزا ورکولو په وړاندې معافیت سره دې جدي مبارزه وکړي، ترڅو د افغانانو له حقونو هر اړخیزه ساتنه وشي.

په اعلامیه کې راغلي چې تېر کال د دوی دوو همکارانو د قاتلینو د وژنکو او پلټنو په برخه کې حکومت دوی ته قناعت کوونکی ځواب نه‌دی ورکړی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلوا کمېسیون دوه همکاران، فاطمه ناتاشا خلیل او احمد جاوېد فولاد تېر کال د سرطان په ۷مه د کابل ښار په ۱۲مه حوزه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان حکومت په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو د دغه وزارت وياند د پیغامونو له لیدو سره سره بیا هم په دې اړه ځواب رانه‌کړ.

خو څه موده وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دوو همکارانو د برید عاملین‌یې نیولي دي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی، ځینې ولسوالۍ طالبانو نیولي چې حکومت تاکتیکي شاتګ بللی دی، ځیني د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي چې د جګړې له ښېکلو غاړو سربېره په دغو جګړو کې ملیکانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د دغې مرګ‌ژوبلې په اړه کره راپورونه په لاس کې نه‌شته.

له دې وړاندې بیا په کابل او ځینو ولایتونو کې په ورته پېښو کې خبریالان، مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان، د کورسونو او ښوونځیو زده‌کوونکي په نښه شوي دي.

چې په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي وژنه هم د همدې لړۍ یوه برخه وه.

XS
SM
MD
LG